يا هو
بیګاه دلته راغلــــــــې وه ډیوې ســــــــره نجلــــــــۍ
د سپین کمیس ګـلان یې د مظلومو وینو څاڅکي
مــــــــــــلنګه وه، سپیڅلې وه ډیوې سره نجلـــــــۍ
په کلــــــــي کې نن باد د اســــرافیل شپیلۍ وهله
بیګــــــــاه کوم چا ویشتلې وه ډیوې سره نجلــــــۍ
یو روڼ ستوری را پریوت، خلـکو ولیده له ورایه
هــــــــــــــــمدغلته لویدلې وه ډیوې ســـره نجلــــۍ
د کلـــــــــــي ملایانو تر ســـــــــــــبا هو، الاهو کــــــړ
د قــــــــــــــــدر شپه بللې وه ډیوې ســـــــره نجلــــــۍ
یــــــــــوڅولیوني ولاړو چې د زړونو نذر ورکـــــړو
ارمان چــــــــــې نوره تللې وه ډیوې سره نجلــــــــۍ
************************************
No comments:
Post a Comment