Tuesday 19 October 2010

محمدالله ساپی Mohamadulla Sapai

غزل
د دنيا ښکلي کله ښکلو د باګرام ته رسې
په نارينتوب کی کله څوک زمونږه قام ته رسې
سر په تلي کې چې څوک نه نيسي د قام لپاره
دنيا کی هغه خلک کله خپل مرام ته رسې
چی چاپلوسې بوټ پاکي نه کوي څوک يو او دبل
که افلاطون شي هغه کله لوړ مقام ته رسې
په سياسی لوبو نه پوهيږو صرف يو جنګ ته تکړه
ځکه خو هر اغاز زمونږه بد انجام ته رسې
زه خو د مينی لاروی يم ځمه مینی پسی
ولی جانانه دا ستا مينه انتقام ته رسې
راځې چې نوی لار پيدا کړو سباوون پسی شو
دلته خو هره لاره مخی د ماښام ته رسې
د زړه زخمونه رغوی مجبور د زړه نه دی ډير
ساپی په منډه چی يو دم د يار سلام ته رسې


*******************************



غزل
چی راشی مخی ته زر خپل مخ ته رومال ونيسې
خوږه ميوه به زما کله د وصال ونيسې
دومره زه وږی تږی ګرانه ستا ديدن ته يمه
لکه روژه چی څوک په مياشت د پشکال ونيسې
داسی تياره شی زما زړه باندی ستا تللو سره
لکه خسوف چی څوارلسمه کی هلال ونيسې
تفاوت دومره دی دا ستا او ددی نورو ښکلو
لکه په مخ کی د افتاب چی څوک مشال ونيسې
داسی دی زه د بی قدری ژرنده کی دل ول کړمه
د غنيمت لکه په جنګ کی چی څوک مال ونيسې
ده مجازی مينه همداسی زړه چاودونه سره
ساپيه څوک چی لکه سوری د ديوال ونيسې


*******************************











No comments:

Post a Comment