غزل
موږ د وړانګو د خوږو خوږو سندرو لاریون نه یو
زمانې ښکلا پیدا کړه موږ لایق د ژوندون نه یو
موږ رنګین ګلان ریبلي، تش، تالا، ترغه، ګلشن دی
موږ روان په تورتمونو، موږ رڼا ته راستون نه یو
ته د هغو پرګنو یې چې په ویاړ سره دې پالي
موږ ته خپلې اوښکې وایي ، وخ ، افسوس، داسې یون نه یو
موږ سراب د نفرتونو دی په خپلو زړو کرلی
موږ ړانده په رڼو سترګو، وای د مینې پاڅون نه یو
د فلک یې څه ګناه ده اعتراف په کار دی خلکو
راځی و ژاړو په ګډه پرګنې د سمون نه یو
که په خپل ټټر کې بند کړو د ښکلاوو مډالونه
بیا به روڼ تاریخ ته وایو چې ناکام د آزمون نه یو
*********************************
No comments:
Post a Comment