Wednesday 6 October 2010

بلینډې بدرۍ

ګلونه
تصویر به مې د اوښکو نن تر ښارزه ورلیږم
رازونه د زړګي به مې بې شمارزه ورلیږم
لا پوی مې د اظهار پدې رنګینه مانا نه شو
ګلونه په ډالۍ کې هر سهار زه ورلیږم
څپو کې انځورونه د شهیدو ژڼو مه وړه
یو (آند) ته مسته روده ، یکه زار زه ورلیږم
هغه خو دې غلبیل ټټر په ننګ د وطن راوړي
باڼه زه ورلیږم............د زلفو تار زه ورلیږم
په خوله دې اوس لاس کیده ای اظهاره ډیر غریب دی
یو ورځ خو به ضرور د مینې هار زه ورلیږم
منزل پسې وتلی بلینډې الله ېې مل شه
توښه به مې دوعاوې ېې د لار زه ورلیږم

****************************** 
غزل
د ځوانۍ سور،د حٌسن راګ،د ناز له تاله وځي
غرور مې خود پسې یاغي شي له مجاله وځي
د انتظار شیبې دې دومره ګړندۍ نو مه شه
چې مې دوران ورسره لاړ شي تر زواله وځي
له اندیښنو ېې رنګ الوتی وي ګودر ته راشي
شیبه حیران راته وګوري خو بې سواله وځي
په ستورو غږ کړه چې رڼا دې خپلې کلکې نیسي
نن مې بس تورو ملا تړلې تر کماله وځي
د باڼو غشو مې سوګند د سرښندنې کړی
نن به ضرور ستا د زړګي له کلکه ډاله وځي
دومره به چرته رحم وکړي ستا دا شومه نیستي
چې دې له ژونده کډه واخلي اوس مهاله وځي
له هرې خوا چې پرې د شک غشي راښکلي خلکو
د شعر هوسۍ به مې څه روغه له دې حاله وځي
چې روڼ تصویر د لیونتوب دې په سر نه شي وړلی
نو داسې توري د ( بدرۍ) نه هم له خیاله وځي


*******************************


















































No comments:

Post a Comment