Wednesday 6 October 2010

صدیق ننګ

غزل
بـــس دی مـــلا نـــور راتـــه مــکړه د ثــواب خــبـــــرې
ستـــا لـــــه ثــــوابــــه پــیـــداکیـــږي د عـذاب خـبرې
بیــــــګا بې خــــونده مــحتـــسب یو څو خبرې وکړې
په مــیـــخانه کــــې چـــا دي کـــړې د مــحراب خبرې
ســرېې کـوچنـې دی ساقي شیخ ته شراب مه ورکوه
پـــه منــــګو ټې کــــه نـــه ځائیږي ددریــاب خـــــبـرې
چــــې را پــــه یـــاد دژمي شپې شې او حجرې د کلي
تـــــودې مــې زړه کې شي د چنګ او درباب خبرې
هــغــه ښایــسته ښــکلــي وخـتونه خلکه بیا نه راځې
یــوم البـــد تــرنــه چــې راوځـــي د کتـــاب خـــــبــرې
تا کـــــړې ورغـــبرګې د صــحیـح او د بالکل په ټکو
چـــې رقیــبانو کـــړې شـــروع زمـــا په باب خـــــبـرې
دزړه وطـــن مـــــې هســې وریت شـو د ستــم په لمبو
ظالــــم پــکې ورته وهـــي کــــوي کــــبــاب خــبــــرې
هـــر پــیــج وتاب ئې اړولـــی یم پـــه تور او په سپین
چـــې دې کـوي زلــفــې په مخ د پیــچ و تاب خــبــرې
سزا دې څـــلـــه ننــګ تـــه ورکــــړه پــه نه کــړې ګنا
ستــا په حــضــور کــومه عـرض کوم جــناب خــبــرې

*********************************
غزل
دزړه وطــــــــن کــــــــې مــــــې خنــــــــــدا ویـــــــــده ده
د ازادۍ پـــــــــــکـــــــــــې لیــــــــلې ویـــــــــــــــــــده ده
اوښـــکــــــې مـــې وچــــــې شــــوې لـــــه ډیـــــرې ژړا
د هـــلمـــند سیــــــن کــــــې اوس بیـــد یـــا ویــــده ده
پـــــــــه ســـرو لـــمـــبو بــه « دل آرام » څـــه وکـــــړي
چــــــې لـــو لــپــه پــکـــې « بــــــکـــــــوا»ویــــــده ده
د «ګــــــــــلٍ ســـــرخ « پــــه زړه داغــــــونـــــه وایـــې
دشـــــت لـــیـــلې» کــــې کـــر بـــــلا ویـــــــــــــده ده »
سپــــیــن غـــــره وشـــــــړه داتـــــــــــورې تــــــــیـــــارې
پــــه نـــنګـــــرهار کــــــــــــــې دې رڼــــــــاویــــــــــده ده
داتـــــــــــــفاق اواز یــــــــــې پــــــــورتـــــه نــشــــــــــــو
ډولـــــونـــــــه مـــــــــات دي کـــه پـــکتـــیا ویـــــده ده
د للــــــــمـــې فصــــــل شــــــو ژیـــــړیــــــــــږې وطــــن
پـــــاس پـــه اسمــــان کـــې چــــې بریـــښنــــا ویده ده
قربـــــاني مــــــــونږ کــــــــوو واک نــــــور چـــلــــوي
ویــــنـــو کـــې ډوبـــه پښـــــتــــونــــخــــــوا ویــــده ده
خـــــــدایــــــــــــه راویـــــښ په دې دنیــا کړې پښتون
ستـــــا پـــه دنیــــا کــــې مــــې دنـــــیــــا ویــــــــــده ده
د ننــــــګ نــه مـــــه غـــــــواړئ ژونــــد ۍ تــــــرانـــــې
پــــــــــه مـــــړو رګـــونــو کـــې مـــې ســـا ویــــــــده ده

*********************************
































No comments:

Post a Comment