شکر دی خدايه
شكر چې پښتون دې زيږولې يم
غيږكې دميړانې لوبولې يم
ماته چې پښتو دې راښودلې ده
زه دې پرې سرلوړې ګرځولې يم
شكرچې غيرت لرم احساس لرم
زور دې په بی ننګو ګرځولی يم
كله چې شيبې دازميښتونو وي
زه دې ازموينو ته ساتلې يم
چا چې ديرغل قدم جګ كړې دې
زه دې ورته مخ كې ودرولې يم
څه چې په خوله وايی اغيار وايي دې
زه يې په تاريخ كې ښه ليدلې يم
لاړ شئ په پيړيو نظر واچوﺉ
زه پكښې ترتله ځليدلې يم
څومره چې نړۍ ته مې نظر كړې
زه رحيم يې شكر ته اړ كړې يم
*******************************
غزل
دلته هر بوټې د بل سره يو كيږي
نارنج هم مو انار كې پيونديږي
د هيواد مو يو عجيبه شان فضا ده
تورې شپې پكې رڼا سره مل كيږي
يو پرون پورې كافر او بل اشرار وو
نن ديو جومات په صف كې ليدل كيږي
يو مو وينې تويولې چې بل مات كړي
نن مو واړه فاتحې ته راټوليږي
په خپل عقل هم شكمن شم چې خبر شم
بسم الله اوس په جامونو ويل كيږي
باور نلرم په خپلو رڼو سترګو
باور نلرم په خپلو رڼو سترګو
سپين رښتيا هم سوچه دروغ راته ښكاريږي
د مشتاق رحيم ساده هيواد وال ګوره
دوي د يو سوري نه بيا بيا چيچل كيږي
*******************************
No comments:
Post a Comment