Wednesday 6 October 2010

جلال امرخیل

غزل
نـه د مــشرق په لــوري لــمر پـرېوځي
نه مې تندی دا ستــا په در پــرېوځي
د کــابل جــان ګــلونــو رنـګ وبايـلــه
جــوړ کـــوم افـــت په پیښور پرېوځي
دا خــــو مـې ړنګه کــړه مــاڼۍ د غاور
دا چــې هــر کاڼی مــې په سر پرېوځي
ښه ده چې ته خو بې وعدې شوې راته
ښه ده چــــې ستــوری د سحر پرېوځي
ځار دې لــه ســترګو اوښکې مه توېوه
بې قــدره خــاورو تــــه ګــوهر پرېوځي
نـــه د حـــالاتـــو غــــــلامــــي کـــوومــه
او نـــه پـــر مــــــا د چـــا اثــر پــرېـوځي
ذره ذره مــــې کـــــړه راټـــولـــه صـــحــرا
ذره ذره رانـــــــه نـــظــر پــــــرېــــــوځــــي




**************************
غزل

نه به ګيله د چا له خال ، نه له جبينه کوې
بس ګوذاره به دې د خپل زړګي په وينه کوې
ته چې په ما داسې کانې لکه بې دينه کوې
جواب د خدای به وايه څنګه لونګينه! کوې
د مازيګر ازار وهليه په ماښام چې راځې
په ما نو څه له انتظار له ماسپښينه کوې
زما د زړه په درد چې دومره مهربان يې خدايه
ما اورېدلي چې ته هم چا سره مينه کوې
چې له انکار سره ژړا کوې ، بلا خو کوې
ترخه کيسه به وي خو ته به يې شيرينه کوې
يره جلاله ! غټ سړی شوې ؛خو سړی نه شولې
لکه ماشوم هره خبره سپينه سپينه کوې

******************************
غزل
لکه اروا ، لکه وږمه شوې د ګل
چې پر وجود خوره وره شوې د ګل
ته چې وړه وې ، دومره ښکلې نه وې
اوس چې رالويه شوې ، غونچه شوې د ګل
بيا مې له سترګو ، سترګې نه اړوې
ته جوړې بيا په تماشه شوې د ګل
نیکمرغه خاله ! د هغې پر جبين
شکر اوباسه چې حصه شوې د ګل
زړه ! مينې مات کړې ، پاڼه پاڼه يې کړې
لکه اوربل دانه وانه شوې د ګل
جلاله اوس دې نو ايمان ته خير شه
اوس چې پر شونډو اموخته شوې د ګل

****************************
غزل

څومره په غرور ، راستون د مينې له بايلاته يې
وه زړه ! راتیر شوی د جنون له کوم حالاته يې ؟
څومره ډېر مغرور سرونه ستا په در کې ښکته دي
حسنه ته بې شکه چې د خدای تعالی له ذاته يې
يه زما د خاورې ګله ! ځان دې خاورې مه ګڼه
ته هم يوه برخه د نړۍ د کائیناته يې
ته لکه هنداره زما ، زه وم لکه ستا بنګړی
ستا پر مړوند روغ يم ؛خو زما له لاسه ماته يې
هسې مې کاپر زړګی له تا نه اسره نه کوي
يا به چرته لاته يې او يا خو به مناته يې
ما به خپل جلال درته له غره و غورځولی خو
ته په خپل جمال باندې مغروره ډېره زياته يې


*****************************
غزل
پښــولاندې ځمکه لري سرباندې آسمان نه لري
زړونه يې شته دي خوپه زړونوکې ايمان نه لري
زمــوږدکلــي ښکلي خــودمـــوږه په کاڼــــوولـــي
چې په تـــنکوتنـــــــکو لاســــونوکې ګلان نـه لري
هغــــــوي به څه دآزادۍ پـــه مـــانـــا وپـــــوهیــږي
چې داحساس نظريې ړوند وي اووجدان نه لري
که شم شهيــــــــــــدنوبې پوښتنې به جنت تـه ځمـه
جهـــــــــادکې ټوله ګټه ګټـــه ده تاوان نــــه لـــــــري
که دا دوه مخـي خــــلک لاس ديارانې ورنــه کړي
لښکر دکــــفــر زور ديــوبــاتــور افـغـــــان نـــه لري
نن درته وايمه يــــو راز ددې ســـــــــاده امــرخـیــل
رقيبـــــان ډېـــر لري ملګـــرو خــــــــــوجانان نـه لري

*********************************




No comments:

Post a Comment