Wednesday 6 October 2010

لطف الله خيرخوا

غزل
تر دې بدنامه تر دې سپکه ښه ده
د بیلتانه بلا دې ورکه ښه ده
دوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشي
مونږه همدلته ښه يو زمکه ښه ده
زلمی دې کلک وي له فولادو جوړ وي
پیغله پسته ښه ده نازکه ښه ده
ته به له نازه وايې مړ شې خو پام
له دې جملې سره خدای مه که ښه ده
د شعر ورد به دې له بدو ساتي
د خيرخوا ناسته له بل ځکه ښه ده

.*********************
غزل
نه ورته امن اونه ســــــــــوله راغله
زموږ تر کلي نړۍ ټـــــــــوله راغله
چې رانه واړوي زلمي اوپیــــغلې
بس دهمدې لپاره بوله راغـــــــــله
له خندا شين کړمه دې مستې نړۍ
په نڅیدا مخــــکې له ډوله راغله
بيا به دسيند په مینځ کې وبليږي
خو که ډېوه بـــــــــله له زوله راغله
ښکاري هغې پکې اوبه څښلې دي
دخولې وږمه يې له کنډوله راغله
راځه دځای پـــــــــــــته يې ولګیده
خيرخواټپه له هغه شپوله راغله.


**********************

No comments:

Post a Comment