غزل
زموږ وطن کې چې خبره چاد شرکړيده
نو بس دعا موداسې خلکوته اکثر کړيده
نن مې هغه په جګو سترګو له خپل کلي شړي
د چاد سرساتنه ماچې په خپل سر کړيده
مونږچرې هم ځانته يوازې امن ندی غوښتی
مونږ تل کابل سره دعا د پيښورکړېده
لايې تړلی زولنوکې لايې دارته وړی
زموږچې کوم مشر خبره دخيبرکړيده
سوله هم غواړو خوناموس باندې هم سر ورکوو
دغه خبره مودښمن ته عمر برکړيده
خپلويارانو څوڅوځل په کاڼو وويشتم خو
ماورته بياهم حوصله لکه د غرکړيده
فطرت دې هررنګه ناز وړي شې خوغرورنه منې
داتجربه يې په خپل زړه بانې اکثر کړيده
****************************
No comments:
Post a Comment