Sunday 3 October 2010

درویش دراني

غزل
جانانه! نور څه ما لره اوس کم راځي په مخه
چي هري خوا ته مخه کړم ستا غم راځي په مخه
چي تا ته در روان يم يو عالم راسره درومي
له تا چي را روان سم يو عالم راځي په مخه
دا څوک په ډېر افسوس وايي: دنيا څونه کږه سوه
په زر کسه کښي ما لره يو سم راځي په مخه
يو څوک مي پر ورغوي باندي بله ډېوه کښیږدي
د ميني په مزل کښي چي تور تم راځي په مخه
موږ غواړو چي هغو ته هم په ګوتو ور کړو توره
دروېشه! خاوندان چي د قلم راځي په مخه
درویش درانې
غزل
چي نه بيا توره پورته سي نه سر په وينو رنګ سي
باداره دغه جنګ دي د وطن آخري جنګ سي
که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه سي، او دا بوټي به لونګ سي
تر څو به دوى په کلي کلي ګرځي دا به وايي
چي دا مینه دي ورانه سي او هغه کور دي رنګ سي
زموږ ځلمي چي جنګ ته هڅوي نو ور ته وايي
چي هسي که مو کښیښودې نو توري به مو زنګ سي
که ګورې له لستوڼيه به يې سور خنجر راووزي
دروېشه! چي روان درسره څوک دلته پر څنګ سي
درویش دراني
غزل
رقیب ترشـــــــا ؤ نن او یار لــــــــــه مـــخه
داځـــــل تر شپــــه راغی سهـــار له مخه
غــم به تر مــــــــا ډیر په اســــــــانه راشي
هغــــــــه لیــــــــدلي ده دا لار لــــــــه مــخه
سر ورکــــــــول کــــه وي لازم پر ټــــــولو
زه تیرول غـــــــــــواړم خپل وار له مــخه
هغـــــــــه زړه نه ماتـــــــــوي،سر ماتـوي
وي تر خبره یې ګزار لـــــــــــــــــه مــــــــخه
دا سپیره ښـاخ چرته زرغون نه شي بیا
دروېش به باسئ دبهـــــــــــــــــارله مــخه
درویش دراني
غزل
له ما ګوښه دي له ما ډېر لري ودان دي خلك
زه توري خاوري يم او ستوري د اسمان دي خلك
زه وم يو زخم، ځكه مالګي دوړولې هر چا
زه يم يو ګل، ځكه ملګري د خزان دي خلك
د چا تر سر تېر شه اشنا چي دروازه جوړه شي
لكه دېوال ولاړ زما او ستا تر ميان دي خلك
زړونه يې وګوره چي تور نه وي د كفر په شان
مخ ته يې مه ګوره چي سپين لكه ايمان دي خلك
تر څو چي وږي وي دروېشه نو دوستي يې ښه ده
پر خزانه باندي چي كښيني تور ماران دي خلك
درویش دراني
غزل
لكه مرهم چي څنګه څړيكي له پرهاره باسي
داسي به دوى هم ظالمان له خپله ښاره باسي
ستا روڼ تندى او ستا روښانه اننګي يې بس دي
له خپله كوره ستا مين هره هينداره باسي
د جانان سترګي برابرې شوې زما پر سترګو
په داسي حال كي خو له زړه سره زړه لاره باسي
تور زړي بخت ته دي نو خداى دومره وس نه وركوي
چي ما به ستا د سپينو لېچو له حصاره باسي
اوس خو دروېش د نورو خلكو سره زخمونه ګنډي
د خپل زړه غشى به بيا چرته پر قراره باسي
درویش دراني
غزل
منزل لرې لاره ورانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
څه دې خوښه ده ارمانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
نه مې ته شې هيرولی، نه زما له خياله وزې
ځه پخلا به شو جانانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
ځغلوي که مې هر څومره ته به هم راسره ګرځې
قدم ونيسه آسمانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
د وفا په ورانو لارو بيا سفر غواړې زړګيه؟
دا خبره به شي ګرانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
درويش وايي ښه به دا وي چې په ساري سره پريږدو
ای د سرو لمبو طوفانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
درویش دراني
غزل
نه د ښكلا دعوه كوم نه تر هينداره ښه يم
زه لکه كاڼى د رقيب د سر د پاره ښه يم
كه يې سرې شونډي د يار كله هم ښكل كړي نه وي
تر دغو خلكو خو نو زه بيا په زر واره ښه يم
ستا پر طرف د يبلو پښو مزل دى خوږ تر وصل
زه ستا پر لور باندې تمام عمر پر لاره ښه يم
لكه په كلي كي چي ټول عمر بې كوره وم زه
په هديره كي هم دغسي بې مزاره ښه يم
ګوندي سپوږمۍ په څه چل ټك وهمه ستا پر لمن
ما دروېش پرېږده، زه نن ټوله شپه بيداره ښه يم
درویش دراني
غزل
نه رسیدلی يې تر ځانه، نه تر خدايه پورې
پر يوه لار باندې هم لا نه ړې تر پايه پورې
په خپل څراغ د بل څراغ وربلوو او داسې
له يوه سرايه رڼا وړو تر بله سرايه پورې
وطنه ستا دښمن چې چرته هم ځان ورسوي
زه به زخمونه پسې وړم تر هغه ځايه پورې
پر لاره باندې به پل نه پرېږدې چې ځې ديدن ته
د باد په رنګ به رسوې ځان تر اشنايه پورې
تنها دروېش خپل ح اجت وغوښت له قادره خدايه
نور خلک ټول لاړل د کلي تر بډايه پورې
درویش دراني
غزل
هغوى د مځكي پر مخ باندي هديره نه لري
له دې جهانه د وتلو دروازه نه لري
كه يې له مخه يو طرف ته شوې نه هیر به دي كړي
زما جانان كله هنداره حافظه نه لري
ته په لستوڼي كي خپل لاس له خلكو لري ساته
ما اورېدلي دي چي دغه مار هوده نه لري
ما ته دنيا د غم يو داسي سمندر ښكاريږي
چي ګردابونه پكي ډېر دي، كناره نه لري
دروېشه تا يو داسي كلي ته پناه راوړله
چي خان يې توره او جمات يې مناره نه لري
درویش دراني
غزل
هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شي
بس له لرې ورته وګوري روان شي
دا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شي
زړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړ
چې رقيب شړې نو هم زما ارمان شي
په وړه خوله چې كوې لويه خبره
دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شي
د دروېش خاورې وجود به هم سره زر شي
كه دې شونډو ته نږدې لكه پیزوان شي
غزل
يار ځکه د شونډو د شکرو ماته ست کوي
مال چي ورکوي د خداي په لار کي برکت کوي
کاڼي ته چي لاس کړم نو دپاسه دا اواز راسي
څله يې دخداي له ذکره باسې عبادت کوي
زړه که ورسپارې نو بېرته روغ په ګوتو نه درځي
ښکلي هميشه په امانت کي خيانت کوي
چا توره اخستې ده په دې دنيا خپل حق غواړي
څوک ودې ته ناست دي چي حساب به په قيامت کوي
زه د شک په سترګه د لستوڼي مار ته وګورم
دوى وايي دروېش خو د دوستانو هم نفرت کوي
درویش دراني






































































No comments:

Post a Comment