Saturday 23 October 2010

حمزه شینواری Hamza Sheenwari

غزل
تا چې سبـــا وكــــــــړو سبا نــــــه راځـــي
راشي په هر چا خو په مــــــا نــــــــه راځي
بيا دې نو په بيا دى څـــــــــه بــــــاور په كار
سل ځله بيا وكـــــــړې، خـــــو بيا نه راځې
ووايــــــــه زاهــــد ته ګنــــــــــا زه كــــــوم
زور خو يې كمبخته په تـــــا نــــــــــه راځي
خداى دې مين ډېــر كړي چې ښېرې كوي
مـــــاله خــــــــــــو نور چل د دعا نه راځي
ښكليه! چې موسكې په ټيټو سترګو شې
هيڅ دې انـــــــــدازه د ښكلا نـــــــه راځي
عشق دى لكه وخت خو زه حمزه پــــــــكې
تل وي په تګ، بيرته په شا نه راځـــــــــــي


*****************************
غزل

چې بې تا چاته ټيټ نه شي ننگيالى زما ژونــدون كـړه
زړه زما دې مسلمــــان وي تفـــكر مې دپښتــــــــون كړه
زه له وخته ګيله نـــــــــه کړم چې ښادي يې له ما يـــــوړه
خوکاروان مې د همت او استقلال بېرته راستون کړه
کوم( ســـبا) چې راروان دى چې د(نن )سره ګډ نـــه شي
زما(نن )واخله (پرون)کړه اود(نن)په ځاى (پرون) کړه
په تبجـــــــــنه زمانــــــه کې دحــــــــالاتو زبــېرګي اورم
ته حکمت زماد خضـــــــــــــــــر،اندېشه دافلاطون کړه
خدايه زيات کړې يو په لسه د پښــتو دليلا حسن
بيا زما مينه هم زياته يوپه لسه تر مجنـــــــــون کړه
راعطا لکه دګل کړې جميـــــعت په پريــــــشانۍ کې
چې حاصله ترې خنداوي،خــوښ مې هغه زړه چاودون کړه
په ګلـــشن يې کړې بدلې ،دا زما واړه شـــــــــــډلې
هريو زړى دملت مې،تيغ په لاس کې رازرغون کـړه
زه دې وچ هډوكي شپېلم خو ملت مې دې سلطــان وي
دا زمـا د سخــــن سيـــورى په مـــانا كې همايـــــون كړه
چې احــــــــساس دکمترۍ مې شو د غـــــير له تهذيبونو
دا چينجى د دق او سل مې ،د کالبوت ځنې بېرون کړه


************************************




No comments:

Post a Comment