Wednesday 20 October 2010

نجیب عامر Njeeb Hamir

غزل
د مرغلرو خريدار دې کړمه
خالقه! اوس ايله په لار دې کړمه
ما و ژوندون لکه د باز تير کړی
ظالمې څنګه را ايسار دې کړمه
زرې زرې بنګړي بنګړي دې کړمه
نشه نشه خما خمار دې کړمه
په توره خوله تورې خبرې کوې
ملا د دين ځينې ويزار دې کړمه
په کج روۍ مې هم موسکی ښکاريږي
آسمانه داسې ښکاري يار دې کړمه
ما د څو ښکلو خپلولي غوښتله
شکر په دې کالو سينګار دې کړمه
د خوبرويانو ډلې څنګ ته راځي
سم د رحمان بابا مزار دې کړمه


*****************************
غزل

مرغلرې دي مرجان دي ستا په لاس کې
واړه ستوري داسمان دي ستا په لاس کې
داچې خلک د رحمت امېد له تاکړي
داخوڅاڅکي د باران دي ستا په لاس کې
جواهر څومره ارزښت لري دنياکې
جواهر څومره ارزان دي ستا په لاس کې
دل ازاره طبيعت دى خداى درکړى
زړونه څومره پرېشان دي ستا په لاس کې
پيروکار د اهرېمن درڅخه تښتي
قدرتونه د يزدان دي ستا په لاس کې
مريدان به ډېر واړه درته ښکاره شي
ځکه واړه ستر پيران دي ستا په لاس کې
دوو سترګو کې دې دوه نړۍ خبرې
هنګامې د کل زمان دي ستا په لاس کې

*******************************
غزل
منصوربه خپل مرشد کړمه خيام به خپل جانان کړم
ملګرو! ما به نه ويل يوه ورځ به مو حيران کړم
ساقي مې دې ته جوړ کړو چې سجدې کوي مزدک کې
اوس واردى د ملا چې ميکدې ته يې روان کړم
يو داسې درد لرمه په زړګوټي کې دننه
رباب که غیږ کې کیږدمه راښکته به باران کړم
باطلې صحيفې او کتابونه تانه پس شول
دحسن تلاوت به دې هر وخت لکه قران کړم
يو پوځ دترابان دى ګل اندامې درپسې دى
کیږدۍ د خپل وجود کې به تا هر چا نه پنهان کړم
جوپه جوپه ياران به نوي نوي راپيداکړم
روان به زه د ځان سره د مشکو يو کاروان کړم
زما دوجود سيورى يې هر ځاى کې راپسې يې
انسانه تانه تنګ شومه ملګري به پيريان کړم


*******************************

No comments:

Post a Comment