Wednesday 6 October 2010

قاري برکت الله سليم

غزل
ګومان ونکړې چې زخمو ته مې مرهم لټوم
چې په کې سوز وي ستا د مينې هغه غم لټوم
عاشقي هله خوند پيدا کړي چې له سوز ډکه شي
ځکه دې سوز لره سازونه زيرو بم لټوم
ته هم چې ګورې درد دمينې را ليږه يې ماته
ما هم کچکول په غاړه کړی زه يې هم لټوم
چې په ازار مې خوشحاليږې ښه مې و ځوروه
ستا د ارمان پوره کيدنې زه هر دم لټوم
غږ په خوله درته ونه کړم چې وفا وکوه
زه د جفا په امتحان کې ستا کرم لټوم
که د هجران سختي راځي را دې شي تيره به شي
ﻻر د وصال به دې د مينې په ماتم لټوم
که ليونۍ مينه مې ډيره وارخطا غوندې شوه
بيا به د صبر وسيلې رقم رقم لټوم
چا چې دا ستا حسن جوړ کړی په بې مثله قلم
زه ( برکت سليم ) به هغه محترم لټوم


*************************


























No comments:

Post a Comment