Wednesday 6 October 2010

بازمحمد عابد

غزل
نور به ورته څومره انتظار کوم
کله به دې کاڼي زړه ته لار کوم
ستا د ښکلا نښې ور پکې وينم
ځکه خو د هرې ښکلا څار کوم
ته خو يو وعده د خولګۍ وخو کړه
خیر دی زه تر ډېره ورته وار کوم
چاراته ويلې چې اوس څه کوې؟
ما وی چې د مينې کار وبار کوم
ځم چيرته له غرونو پسې اوړمه
باز يمه د سپينې بازې ښکارکوم


********************
غزل
تا ته ياد او ما نه هيرڅه دي جانانه
زما و ستا تر منځه تير څه دي جانانه
که مولا په ګوتو راکړې بيا به ګورو
اوس دې يو موسکا کې ډېر څه دي جانانه
يو خو زما د نظر شپول کې را ايسار يې
وايه نور درنه چاپير څه دي جانانه
د جهان ښکلي به ډېر په ښکلا ناز کړي
ستا د يو ادا په څير څه دي جانانه
ستا په خوله به مرګی هم له ستوني تير کړي
باز ته زهر او ګنډېر څه دي جانانه


*************************










No comments:

Post a Comment