غزل
مخ باندې دې زلفې خورې نشته دى
ماوې چې داڅنګه تيرې نشته دى
ونه کړې په ما دبې دردۍ ګمان
سترګو کې مې اوښکې زرې نشته دى
اوس خوبه نو خود دوخت غلام يمه
اوس دچا دشونډو ښیرې نشته دى
مابه وې چې دا خاورې ايرې لرم
اوس همغه خاورې ايرې نشته دى
نن به زما نه راته داهم وايي
مرګ که دې پکار وي او مرې نشته دى
کلى دبارود لوګي وهلى دى
هاغه په بلۍ اشارې نشته دى
درغلو الهامه جانان غاړې ته
تاوې چې داتمه مې ترې نشته دى
*******************************
غزل
چاسره مينه کې شته چاسره کينه کې شته دى
غم خو دهر سړي دژوند په ترانه کې شته دى
دومره غريب خونه يم دومره خو ملنګ نه يمه
دپرهر پانګه مې دزړه په خزانه کې شته دى
ماسره نورڅه دي داسر که دې پکار وي واخله
اويو له غوښې نه جوړ زړه مې په سينه کې شته دى
زه ديو چاپه سترګو دې نړۍ کې ژوند کومه
دچاتصوير زما دخيال په آينه کې شته دى
که دجادو دزېږېدو تاريخ پکاروي دچا
دتورو سترګو په لرغونې زمانه کې شته دى
*******************************
غزل
ګرانې له تاسره نظر جنګوم
اوکه له غرونو سره سر جنګوم
که درنږدې شمه قيامت به راشي
ځکه چې زه سپوږمۍ او لمر جنګوم
نن يو غماز په زغرده دا وويل
چې له کابل سره خيبر جنګوم
داڅو شډل څو پښتانه جزبات مې
بس دشعرونو په سنګر جنګوم
راځه چې غم سه شريک کړو ګرانه
دغه څپې دسمندر جنګوم
*******************************
غزل .
ستا په مينه باندې رنګ دى زما زړه
چې له ځان سره په جنګ دى زما زړه
زما خيال پرې په يورپ كې نړۍ ګوري
چې په لويه دنيا دنګ دى زما زړه
چې دزړه په لاره لاړشم په ځان نه يم
داشراب دي او كه بنګ دى زما زړه
ستا دمخ تر سپوږمۍ پورته درختلى
كه پرېوتى له ګړنګ دى زما زړه
*******************************
No comments:
Post a Comment