Tuesday 19 October 2010

پیرمحمد کاروان Peer M Kaarwaan

غزل
لمونځ مې یې کافر به شمه څنګه دې قضا کړم
راشه چې دخپل زړه په خلوت کې دې ادا کړم
ته دقدر شپه یې خو په شپوکې رانه ورکه
تاپسې به ډیرې اوږدې لنډې شپې رڼا کړم
غشې راکوه چې اژدها په تندي وولم
موسکه راته مه کیږه چې نښه به خطا کړم
زه هغه مجنون یم چې مې زړه خوره کیږدۍ کړ
ګورې به لیلابه له وچ ډاګه راپیدا کړم
دین دپښتونغښتی دملالې په ټپه کې
دا دټپو ژبه به له خدای سره آشنا کړم
ډول به شم اټن به شم شغا به شم دڅڼو
بیا به طالبان دجوماتونو په ګډا کړم
خاورې یم خولمربه ترلاس ونیسم که خیروي
ستوری به شم پاس به له سپوږمی سره خنداکړم
بیا به دغاټولو دغه لوټ کاروان راټول کړم
لاس به په سپرلی واړوم زر به یې پخلاکړم


*******************************



داژدها پرژامه ژوند تیروو
دشیبو زهر څه په خوند تیروو
زړونه موړنګ لکه ماڼی دکابل
عمر په طمه داوربند تیروو
لکه طوطیان وهو پنجرې په وزر
دآزادی په مینه بند تیروو


*******************************

غزل
دسترګـــــو ګل نه یم په سترګــو کې دې نه ښکارمه
اوبه اوبه ته یې لــــــه تنـــــــــــدې مړاوی زه ښکارمه
تــــه لـــکه تـکه شـــــنه دره یې لــه ګــلــــــــــــونــو ډکـه
زه یوه چیغــــــــــه په شـــپیلی کې دشپـــانه ښکارمه
ګله دروامیخلــــــــــــــه چې بیابه زه په لاس نه درځم
داوښـکو څاڅـکی یمه لــــــــــویږم په باڼه ښکارمه
اوس چې زه ویښ یم ته هم رابانـــــــــدې غږ نه کوې
سبا که مــړ یمــــــه هم تا ته بــه ویـــــــده ښــــــکارمه
ته دې ښارونــــــــو يــــــــوه مـــهینه او ویښـــیاره ادا
زه لــیونــي یــمـــــــــــه شـــډل یــمه دغـــــــره ښکارمه
مـلالــو سـترګو دې عــجبې کـــــــــوډې وکړې په ما
چې الوتــی نــشم په لومــه کې مارغـــــــــه ښکارمه
جانانه پښې دې ښـــکــــلوم چې شې راتم پاتې شې
ته سور ګلاب ګلاب یې تورې خــاوری زه ښکارمه
شبنم شبنم ته یې ژونــــدون مې ته یې سر مې ته یې
بــس دغه تنــــــــده کې به وچ شمه واښـــه ښــکارمه
دآئنی غـــــــوندې ولاړ یــــــــې اوغـــږ نــــــــــه کـــوې
هــــــیڅ راته نه وایې چې بد یم کــــه ښــــه ښــکارمه
سترګې دی ورو ورو ښـکلـــــــوم بوج او بار نه یمه
د خوب کـــاروان یمـــه آخــــر درنه په تــلـه ښکارمه


******************************

غزل
راشه درحمت بارانه ښار اخیستی اوردی
ژوند لکه دکلي دچنار اخیستی اوردی
راشئ زما اوښکې ورله یوسئ بلبلانو
سوځي درنه ښکلي لاله زاراخیستی اوردی
نه یې دچا لاس لکه امیل له غاړې تاو شو
غاړه کې یې خپل دغاړې هار اخیستی اوردی
وچې شونډې ګرځي بدبختانو می خوارانو
اوښکې دانګور سوې انار اخیستی اوردی
لیرې شه لمنه به دې وسوځي طبیبه
پرې یې ږده چې څه کیږي پرهار اخیستی اور دی
ماوې ګلابي جامونه راکړه راته وې ويې
وار وکړه تلوار مه کړه ستا وار اخیستی اور دی
سوې دکاروان سندرې چا به زمزمه کړي
ګوتې دمطرب وسوې شاتار اخیستی اوردی


*******************************



 مستانه موسيقۍ ژبه
ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سیل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکي د شپیلۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
مسته په څپو څپو او مسته له سیلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښیني د غره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپیره غليم تیره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګیدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پیغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپیرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده




*******************************

غزل
په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــــو نه يې
هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې
د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي
سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې
د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامــــــــونه راوړي
دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې
ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــــه څــــــــــــه وايـــــمـه
د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې
مـــــــا به بې وخــــته لیونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
غیږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې
د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شــنه سـمــندره زه دې څــــــه کــړمه توپان خو نه يـــــې
د نور پـه غشو مــــــې له هسک نه په لیمو کې ولــــې
نه راځـــې ستـــوری د اسـمان شوې مهربان خو نه يې
ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کــړې
بيا راته وايه چې درواغ وايې" کــــــاروان" خــو نه يې


*******************************



چې پروچووچوللمو
درحمت راښکې باران شي
چې دغرونوپرسرونو
هريوګل زماجانان شي
دملالې ژبه وايي
هربلبل راته افغان شي







دغاټولوغوټۍ واکړه-ته يې لپه کې دعاشه
راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشه
راشه زړونه موجاروکړه
له ګردونوله غباره
دسالووږمې خورې کړه
څڼې څنډوهه نګاره
دبیلتون پرکنډوونو
تیروه دمينې لاره
په شپیلۍ دمحبت کې-دژوندون مسته نوا شه
راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشه
ترېنه سوي دي سپرليه
په بمونوکتابونه
ماشومانوته مې غواړم
دګلونوکتابونه
را دسولې او دامن
دفکرونوکتابونه
دتيارو پر توره دړه-درڼاالفباشه
راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشه
الف اورپه کلي بل و
بې په بم ختلی ګل و
ګل زمونږ دکلي ځوان و
په رښتياګل د وربل و
ورپسې په اوښکواوښکو
په سرو وينو لوندغزل و
دشهيد روی مې دروړی-ديتيم په خوله موسکاشه
راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشه
مونږداوسپنې اغزوکې
يبلې پښې کوو مزلې
راشيندلې الوتکو
زمونږسترګوته خځلې
داماران مودي ترمنځ که
فاصلې دي غځيدلې؟
دغه ټولې کړه درټولې-دوصال خوږه دنياشه
راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشه
لږدزړه په سترګولوله
دشهيدپرکفن وينه
داوطن مولويه مورده
داوطن مودتن وينه
پام کوه چې خرڅه نه کړې
پر اغزودچمن وينه
بوی دشنوغنمو راوړه-په هواشه هواشه
راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشه
داوطن جنت جنت کړه
داچې نن کنډر کنډردی
نن که وران دی که ويجاړدی
بختوردی بختوردی
دادبورې مورټيکری دی
دزوی مړي پلارڅادر دی
په زړګي پورې يې نيسه-دسپوږمۍ دشپې سوما شه
راشه راشه پسرليه-پسرليه راشه راشه
په هواکې چې دزاڼو
مستې مستې قلقلې وي
چې جنګي جازونه نه وي
نه يې بم نه يې شغلې وي
چې مجنون وي امن امن
سوله سوله چې ليلې وي
داجهان وي مينه مينه-بس دمينې تمنا شه
راشه راشه پسرليه=پسرليه راشه راشه
چې زمونږ پردنګوغرونه
لمردبرم وزرې وکړي
په ډبروکې لالونه
دښکلا خبرې وکړي
چې په اوښ پسې د امن
شين خالۍ سندرې وکړي
يوکاروان دژوندروان کړه-په بنګړوماته چوپيا شه
راشه راشه پسرليه=پسرليه راشه راشه




*******************************







































No comments:

Post a Comment