Wednesday 6 October 2010

انورالحق یرغل

غزل
منمه وي به یو څو زړونه چې په مینه پایي
خو دلته ډیر دي داسې خلک چې په وینه پایي
د خسروي وختونو غرونه دی لار ونه تړي
فرهاده ته چې نه وې څنګه به شیرینه پایي
هغه چې ستا د عشق په دین نه وي تا نه پیژني
جانانه پایي به منمه خو بې دینه پایي
لکه شهید کابل بې ګوره بې کفنه پروت یم
د زړه پر غوښو مې کارغان تر اباسینه پایي
هغه له ستورو له سپوږمیو سره زړه تړلی
درمل به څرنګه بې خاله بې جبینه پایي


**************************
غزل
څومره چې زلمي زمونږ د کلي دي
ټول دې ځان پسې لیوني کړي دي
ښکلى ننګرهار له ښکلو دومره ډک
ته به وايې ټول دلته راغلي دي
نن شپه مې ده بيا ټوله غمو سره
نن مې ورته بيا ډېر ډېر کتلي دي
سترګې مې چټي هسې لږ سرې ښکاري
نه ، نه مورې! ما ولې ژړلي دي؟
ښکلي که هرڅو په کاڼو ولي مونږ
مونږه مئينانو ته ښاغلي دي
ستا او د زرداد تر منځ توپير څه دى
وه لیونۍ ! تا هم ډېر وژلي دي
تروسه مې په ښکلو زړګى يخ نه دى
تروسه مې يو څو غیږ کې نيولي دي
بس خو که په شرق کې دي که غرب کې دي
ټول پښتانه ښکلي ښکلي ښکلي دي
مړ دې شي او ورک دې شي ( يرغل ) څوک دى
نن يې بيا ريبار ته دا ويلي دي


*************************
غزل
زه به روغ شم ، زه به ښه شمه جانانه 
په څنګل دې که ويده شمه جانانه
داسې مه وايه چې ځم بيا نه راځمه
چرته مړ درپسې نه شمه جانانه
که به ګران راته له خپله ځانه نه يې
لکه واوره دې اوبه شمه جانانه
ځار، قربان ، ماڼو، لوګى او سپیلنى
دغه ټول دې درنه زه شمه جانانه
اخ! ارمان مې شو پوره ټوله ښکاره شوې
اخ! قربان له بارانه شمه جانانه
بې له تانه ژوند د زهرو تیرېدل دي
خداى خبر دى که يې وشمه جانانه


*************************
































No comments:

Post a Comment