مست دخپل سترګودشراب ځنې ده
دا مینه څه بلا ده خدایه چې خلک
په اورسوځیږي اوکباب ځنې ده
هره ورځ دمرګ فتوا را کوې
حکم یې دسترګو د کتاب ځنې ده
نه خوب راځي اونه مې وخت تیریږي
شپه ورځ مې دواړه اوس خراب ځنې ده
راکه دسروشونډوشربت نه ذکات
اوس خویې حد جګ د نصاب ځنې ده
سپوږمی په مخ لري ډیرتور داغونه
دمخ رڼا دې کوم آفتاب ځنې ده
نه مې کتۍ شي نه کتۍ شم ورته
خراب مې زړه داسې حجاب ځنې ده
طاهري هروخت د رقیب دا زیړ رنګ
زما د بد دعا عذاب ځنې ده
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ReplyDeleteګرانه سلامونه او احترامونه می قبول کړه الله ج دی وکړی چه ښه روغ جوړ ياست
http://hadawal2.net.ms/
هډاوال ويب پیغام
;
لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده
خالدمنصورهډاوال
وعلیکم سلام دې شعر کې دلساني اوقومي تعصب تا څه نښانې ولیدو چې بیا داسې کامنټ ورکوې الله سبحان تعالی له ستا غوندې تنګ نظره نه دی هغه ډیر لوی او دترحم نه ډکه زړه لري . خو بیا هم کوردې ودان الله تعالی تاسوغوندې خلکو ته دخلکو سره دنیک عمل اونیک رفتار هدایت وکړي . په درناوې
ReplyDelete