Wednesday 6 October 2010

سليمان لايق

خلکو ته
را تیريږي د زندان له ديوالونو
د زمان د قافلې نوی جرس
هر آواز د آزادۍ چې رارسيږي
زما په ستونې کې قوي شي يو په لس
دون همت په يوه ګوله باندې تسليم شي
مرد به نشي په ګولۍ له ځايه پس
بې له تیغه بله لار ورسره نشي
چې نه کور درته پريږدي او نه جوس
ګوره ګوره چې ګرېوان يې خوشي نکړې
څو دې مټې، څو دې لاسوي ،ځودې وس
ددې تور زندان قلفونه ريز مرېز کړه
نامردي ده قبلول ددې قفس
په مردي او آزادي باندې يې تیر کړه
څه که ژوند دې يوه شیبه وي يا نفس
سره يو شئ درواري شم خورو خلکو
د سيلاب مخې ته نه درېږي خس
په وطن چې خپل وطن به خلاصومه
خلکو نه لرم په زړه کې بل هوس


***********************
ای هیلو
لیرې شئ ای هیلو له ما لیرې شئ
وتښتئ پردي شئ مرورې شئ
مه ژاړئ زما په دردو مه ژاړئ
ای زما غریب سترګوډبرې شئ
اوښکو زما له سترګو څخه والوزئ
غاړوکې دنورو مرغلرې شئ
ای زما دژوند ترخو ترخو غمو
وخوځئ شعرونه شئ خبرې شئ
ای دخلکو هیلو زما په شعرکې
پورته شئ آسمان ته لروبرې شئ
تندر شئ طوفان شئ سیلاوونه شئ
تورې تورې وریځې شئ څپرې شئ

***********************

په زولنوکې حیات
په زولنوکې به حیات څه وي
داسیرقوم به صفات څه وي
سرچې جنون دآزادی نه لري
دداسې عقل به نجات څه وي
که کام بې عقله بې شعوره وي نو
فرق به دزهر او دنبات څه وي
په غلامی کې به پښتون څه کوي
ددې پښتون په ثمرات څه وي
آیا پوهیږې دوطن بچیه
چې په پرده کې به نیات څه وی


***********************



دمینې ژړا
په ما تنګ کړ زمانې سحر اوشام خپل
ته ای مسته سافي مه سپموه جام خپل
د بلبلو چغیدو ته سوزم سوزم
چې ویلای شي ګلونوته مرام ځپل
داچې شوراوشاعري یې رانصیب کړه
زه پخپلو سترګو ګورم سرانجام خپل
دډیوې اوښکوته ولې حیران ګورې
عشق له خپلو لمبو اخلي انتقام خپل
چې دمینې په ژړایې اموخته کړم
ما اخیستی له غمونونه انعام خپل
ترهغو به خپلې اوښکې پاکې نه کړم
څو له خپلو اوښکو وانخلمه کام خپل
ګوندې یار له درانه خوبه را بیدارکړي
مالیږلی دسپیدو په لاس پیغام خپل


***********************

زهد شکن ښایست
ستا دحسن په سپیدوکې خوځیدلې زلزلې دي
دآسمان له سخته زړه نه پورته شوې ترانې دي
نه پوهیږم څه محشر دی ستا دسترګو په ګردش کې
چې یاران یې نشه کړي بې دمیوو دپیالې دي
ستا دسرو سترګو له تاوه کباب شوي لړمونونه
دا لالونه که یافوت دي که سکوتې که لمبې دي
هرښایست چې تجلی کړي زما په شعراو اندیښنوکې
ستا د تیو یا د سترګویا د ذلفو کرشمې دي
ستا له هسې جلوې جارشم چې زاهد یې په ملا مات که
کړنګولي یې جامونه ننګولي میخانې دي
څه به هڅه دطاعت کړم څه به هیله دجنت کړم
ښه پوهیږم ستا په عشق کې تورې شوې خاتمې دي
لایق دومره ساده نه دی چې دوصل تمه دار شي
ستا دغیږې په ارمان کې ډکې شوي هدیرې دي

***********************

دخلکو بیرغ
دفکر په ټلونو کې زنګیږمه زنګیږم
دغم په دریابونوکې غرفیږمه غرقیږم
چې وینو دبیدردو کې ونشم لمبیدلی
په اوښکو کې مې پریدئ چې لمبیږمه لمبیږم
ناصحه زما لمبوته غرض مه کړه غرض مه کړه
ما پریده پخپل اورکې چې سوزیږمه سوزیږم
آدم یم ددرخو په لور بې واکه بې اختیاره
روان یم په دې هیله چې رسیږمه رسیږم
دقوم په دماغ کې چې کوم نوی طوفان راشي
دشعر په جامه کې زه نڅیږمه نڅیږم
دخلکو دقدرت په لاس لویدلی یو بیرغ یو
ددوې په احساساتو کې رپیږمه رپیږم
زه څه یم دا اولس دیچې هر لورې ته مې بیایې
ددوې تر ارادې لاندې خوځیږمه خوځیږم

***********************

ساقي ته
ساقي لاس وړه پیمانې ته چې ځنډیږي
د زمان قافله درومې نه دریږي
څوچې سترګې وازوو بهار به نه وي
ځواني خوږ شانې یو خوب دیاو تیریږي
نه په عمر څه باورشته نه په حسن
څوک خبر دی چې سبا لمر به پې خیژي
خام حریف دخم مدار ته منتظردی
بدمستي دتاک په پاڼو کې نڅیږي
خوبان خوشې خپل جمال ته غره شوی
دګل پاڼه په یوه سیلی رژیږي
هغه لوښې چې کلال دزمان جوړکړي
خامخا به دهغه په لاس متیږي
ساقي راکړه پیمانه پروایې مه کړه
ښه پوهیږي چې څه کیږي هغه کیږي
دزاهد دا کردې او جفاګانې
تش په میوو علاجیږي او هیریږي
ژرمې مست کړه چې فضول غقل مې وژني
دا فضا مالره تنګه تنګه کیږي

***********************

دلایق له نظره
رحمان بابا
خرقه پوش دی له شاهانو بې نیاز دی
سرترپایه حرارت دی سوزو سازدی
د خیال د باغ د ګلو یو وږمه ده
دجذبو په آسمانونوکې پرواز دی
خوشحال خټک
:
یوسیلاب دی چې له لوړو راروان دی
دپښتو اوپښتونوالی قهرمان دی
ټیټ یې مه بوله غورځنګ ورباندې مه کړه
پس له مرګه هم دتورې ترجمان دی


حمید ماشوخیل:
دپښتو دخوږې ژبې یکه تاز دی
په ایجاد درنګینیو کې استاد دی
په هر بیت کې نڅولي دي خیالونه
دده شعر،شعر مه بوله اعجازدی


بې موقع خندا:
ماکتاب دتجربې کې دي لیدلي
دغافل په درمانده لمبې ختلي
چاچې کړې بې موفع خوب اوخنداده
د بریښنا په شان یوه خنداکې تللي


ددنیا لار:
چې دنیا ځي په هغه لار به روان شې
په دې خپله لار به خپله سرګردان شې
خودسرې به دې له غرو څخه غورځارکړي
بیاپه تیره څه حاصل چې پښیمان شې


هندوکش ته:
هندوکشه راروان کړه سیلابونه
چې له توانه پورته شوي دي دردونه
دايشیا دغونو تاجه درنه زار شم
څنګه نه سوزي دتا پلې اورګونه

پټ خم:
محتسب که هرڅو چم داحتساب کړي
رند پوهیږي چې په زړه کې څه حساب کړي
په قباکې یې پټ کړی خم دمیوو
که په خوله هرڅو وردونه دثواب کړي


پښتنو ته:
دنجات دقافلې له سره هیرشوې
دژوندون ساحل نه پټوسترګو تیرشوې
دتوفان په څپو ډوب شوې خوار پښتونه
دنفاق په سیلاوونوکې چاپیرشوې


ظالم ته:
جګ ولاړ به دا آسمان وي ته به نه یې
همدا راز به دا جهان وي ته به نه یې
خلق به ټول ستا له ظلمه حکایت کړي
آسوده به مظلومان وي ته به نه یې


ابدي شرم:
زه له مرګه نه ویریږم نه ویریږم
دلطیفې ساه په جال کې نه بندیږم
که دځوانې معرکې پهلوان نه شم
تر ابده به په خاوروکې شرمیږم


ژوند:
ژوند دماتو اوسیلیو سلسله ده
یا دڅو خندا ژړاوو قافله ده
یو بریښنا ده دعدم په تورګوګل کې
دسکون په اندامو کې زلزله ده


دژوند پهلوان:
بې همت وي چې له ژونده شکایت کړي
لیونی وي چې له تیرو حکایت کړي
پهلوان وي چې دژوند په معرکه کې
موانع لیرې کوي او حرکت کړي


تاوده زیري :
هغه وخت چې کام له خوبه را بیدارشي
دوطن غر اوصحرا ګل او ګلزارشي
زما خاورو لره راوړی تاوده زیری
ګوندې وي چې مې هډوکی په کرارشي

بې عشقه زړه:
که په زړه کې عشق دکام او هیواد نه وي
یا په مټ کې توان توفیق د جهاد نه وي
هسې زړه اومټ دګورچینجو ته ورکړئ
څوعامل دبې ننګي اوفساد نه وي


زما قلم:
زما قلم به هله لوړ اومحترم وي
چې دښمن داستبداد او دستم وي
چې دخلکو ددردو رازونه وایې
خدایه وي به چې هغه زما قلم وي


نن او پرون:
دنن اوښکې دسبا ورځې توفان دی
دنن طفل دراتلونکي پهلوان دی
ددنیا په زور غره نشې حاکمه
ستا جهان سبا دبل سړی جهان دی


دقربانۍ ځای:
په کوم ځای کې چې دعلم ډیوه بل شي
یا دفکر لمبه وخوځي جل بل شي
دپتنګ په شان یې ځان ترې نه قربان کړه
چې سینادې له هیرو څخه خجل شي




ځوان او زوړ:
ځوان هغه وي چې دځوان فکر خاوند وي
نه هغه چې د اوهامو په دام بند وي
سل ځوانان دې تر هغه زاړه قربان شي
چې خاوند دنوي رنګ او نوي خوند وي


پاڅیږه زلمیه:
ستا په مخ باندې جهان ګل وګلزار دی
ستا په مټ دژوندانه دارومدار دی
دغفلت له خوبه پاڅیږه زلمیه
چې جهان دې دجلوې په انتظاردی


دوطن ځوان :
هغه ځوان چې دوطن په درد سوځیږي
که سل ځله پرمخ لویږي پورته کیږي
ماترې زر ځله قربان او صدقه کې
چې دمرګ په پوله ناست وي لاخوځیږي



دخلکو سره یوځای:
ځوانه ځان له پاره ژوند څه ژوندون نه دی
ګوره پام کړه داسبا دی پرون نه دی
څودخلکوپه غمونوکباب نشي
هغه تیږه دصحرا ده لړمون نه دی


***********************




















































































































































































مه ژاړئ، زما په دردو مه ژاړ ئ
اې زما غريب سترگو، ډبرې شئ
اوښکو زما له سترگو څخه وا لوز ئ
غاړه کې د نورو مرغلرې شئ
اى زما د ژوند ترخو ترخو، غمو
وخوځئ، شعرونه شئ، خبرې شئ
اى د خلکو هيلو زما په شعر کې
پورته شئ، آسمان ته لر و برې شئ


**********************

No comments:

Post a Comment