تصور ته زما ګوره ستا له حسنه کتاب اخلي٠
بختور خو دې پیزوان دی چې له شونډوشراب اخلي٠
بد مې هيڅکله په تا باندې جانانه پيرزو نشي
رقيبانو ته دې خيال وي ستا له زلفو ګلاب اخلي٠
ته مې مخکې زه دې شاته غلې،غلې راته ګوره
ستا له سترګو نه مې سترګې غلی،غلی ځواب اخلي٠
دا دغرۀ په ټوله لاره څنګه اخوا دېخوا ګورې؟
نن چې نه ښکاريږي غرۀ کې سهاک تللی رباب اخلي٠
*********************************
غبدالبصیر سهاک
ReplyDeleteروژه او د يار شونډې
ستا مذهب جلا، جلا زما مذهب دی
پيوستون مو بس دامينه يو سبب دی
مينان يو تل په مينه باندې پايو
وخته تا راته بخښلې دا مکتب دی
د انکار په کاڼو هيڅکله نه ولوو
خو روژه او ديار شونډې هم غضب دی
دخوږو ، خوږو يارانو مينه بويه
چې له بدو مو نيولې خپل جلب دی
داهم ورسره نشر کړي
د غبدالبصیر سهاک بل شعر