ذوق مې دخيال په پيمانوكې سمندر ډوبوي
شونډې دګل پخپل ښايست كې هر نظر ډوبوي
دسره سالولمبودې اور پرګودر وغوړاوه
غروب له شرمه په لمن كې مازيګر ډوبوي
اوس له چمن تر انجمنه پايكوبي خوره ده
ګلاب ساقي په لپو لپو كې كوثر ډوبوي
شوق لكه لمر دخپل فطرت لمبو كې وځليدئ
دګل ګريوان په خوشبويي كې هم سحر ډوبوي
نن دې ګلشن دخندا داسې وږمې وشيندلې
چې هر نفس مې پرهرونه دځيګر ډوبوي
چې هنګامه دعشق شي ګرمه دشعور لمبوكې
هغه جنون به خپل وجود د دار پرسر ډوبوي
پيغامه ! ستا ددې زخمي تصور ټول لفظونه
اوښكي دخيال دې په خيالونوكې هنر ډوبوي
***************************
غزل
ستا دښايست دګل په سيوري كې مې خيال ويده دى
لكه شبنم چې هرسحر د مرګ په حال ويده دى
زما د ياغي جنون د زړه له اوره هم خبر يې
چې په سينه كې مې لمبه لمبه جمال ويده دى
داجنتي شپه مې دكوم ښايست په ټال زنګوي
كه مې پر سترګو ستا د تورو زلفوشال ويده دى
اوس مې نغمو ته فرشتې د حسن هم نڅيږي
چې دآواز په زيروبم كې مې بلال ويده دى
نن مې د شعر په ګريوان څاڅكي د الفت وريږي
چې دغزل پرشونډوستا دشونډو خال ويده دى
نورمې دخيال د پرهرونولمبې مه ويښوه
پیغامه ! زړه كې مې دعشق رنګين مشال ويده دى
**********************
No comments:
Post a Comment