Wednesday 6 October 2010

عبدالرشید مخلص

د خــزان بـاده
د خــزان بـاده! د لوی مولا په حکم
ظالمان او خــاینان پاس په هـوا کړه
د اسمان لـه نیــمایي نه یې پر ځمکه
پښې مخ پورته سرچپه بیرته خطاکړه
چې هـډوکي یې پرځمکه پـیدا نشي
او پرغـوښو یې ماړه سپي د بیدیاکړه
لږ د سولې رڼــــا هـم در سره راوړه
د جنـګونـو دا اوږده شپه مو سبا کړه
د خــــــزان باده! را والـوزه په زوره
راشه ځان سره یو داسې طوفان راوړه
چې د کلي زوره ور په کې لاهوشي
پرهمدوی باندې تل پاتې خـزان راوړه
چې بیا بوټی یې را شین نه شي پرځمکه
دوی ته داسې یو درمل اوسامان راوړه
مونږ لدې نـاترسو خلکو څخه خلاص کړه
او پر ځای یې مونږ ته ښکلي کسان راوړه
د خـــزان بــاده! ګلان چې رژوې ته
دا اغـــــــزې هم لدې بڼه لــولپه کړه
چې د خلکو وینې څکې او نه مړېږي
د لرګي په شان په اورکې یې لمبه کړه
چې مونږ وژنې پاچایي ځان لره غواړي
تاج او تخت د پاچاهۍ یې را چپه کړه
چې دحق ستونی اوغږخفه کوي څوک
دمخلص ددښمنانو غږ خفه کړه


***********************
سم به نه شي
سم به نه شي دې هیواد کې د سرکار کار

زوی به پرې نږدې هیڅ کله د خپل پلار لار
د کـــونړ د سین څپي زما سړي وړي
پرې روښانه پـيښور او د نوښار ښار
په ټــــپي بـــدن دې وار رابانـدې وکړ
درسکه اخـــــلمه غلیمه پخپلوار وار
ما د مــینې کــچکول یـــوړ تر بازاره
بیرته ستون شومه د مینې له بازار زار
بیا په مــــــینه او په مــنډه ورته خیژم
کــــه یې مـــاته درولی وي دلدار دار
دا لیلا یې څومره ښکلې جوړه کړې
شــــمه سل ځـــله له لاسه د نجار جار
د مخلص له خولې به ځکه لوګی خیژي
چې بـل شوی یې په زړه دی د انار نار

*************************                                                                                                  






































































































































































































No comments:

Post a Comment