Wednesday 6 October 2010

خالد سنګر

غزل
کله چې ستورى د اقبال مې له اسمانه پرېوت
د زړه طوطي مې د زړه تخت باندې ستومانه پرېوت
ستم پر ما کیده پر دار باندې هم زه ځړيدم
ستا له سينې نه ستازړګى ولې جانانه پرېوت
په ګرانه ساتي خپل ازغي ګل تر خزانه پورې
خو انسان خدايه د انسان زړه نه اسانه پرېوت
شیخ يې خپل عمر په مسجد کې وه تیر کړى خو نن
ولې کمزورى شو او ولې له ايمانه پرېوت
سنګره!بيرته زه و خپل ځاى ته راغلى نه يم
له کومې ورځې مې چې ځان له خپله ځانه پرېوت

*******************************
غزل
خو ما دې نه ځوروي،کله زه انکار يم خدايه!
پر ما دې پل کیږدي د هر چا د پښو لار يم خدايه!
زه د جانان د مخ ګل کله رژېدو ته پرېږدم؟
زه ورته هر وختې سپرلى يمه،بهار يم خدايه!
زه که د بل چاواى په خپل ځاى به ثابت پاتې واى
زه د پښتون ګرېوان شوم،ځکه تار په تاريم خدايه
!
*******************************




No comments:

Post a Comment