Wednesday 20 October 2010

رحمان بابا Rahman Baba

غزل
که دا ستا د خاطر مينه په اغيـــــــــــار وي
ستا د پاره دې اغيار هم زمـــــا يـــــــار وي
هر سړئ چې په يو مخ بانـــــــدې مئين وي
له يوه مخه ئــــــــې ســـــــــل مخه پکار وي
هر چې کــــــــــانـــــــدي نوکري د پاچاهانو
خواه مخواه به د دربانو مــــــــــنت بــار وي
زه با ستا له رقيبانو څه مـــــــانـــــــه کـــــړم
دا دستور دی چې له ګُله سره خــــــــــار وي
څو سل خاره ئې ښخ نه شي په ټټـــــــــر کې
کله وي چې د بُلبُل و ګُــــــــل تـــــــه لار وي
سجاده به د ســــــــاقــــــــي د لارې فرش کا
هر صوفي چې د سرو سترګو خــريدار وي
په جذبه د عاشقــــــۍ بـــــــه ليــــــونئ شي
کـــه په قطع افلاطون غوندې هوښيار وي
پـــــــــه رحمان باندې به هېڅ ملامت نه کا
هر ســـــــړئ چــــې ستا له مخه خبردار وي


*******************************
غزل
له هغو ســــــــره بــــــه څـــــــه فکر د يار وي
چې ياران ئې په هر لور هــــــــزار هـزار وي
په اشنا پسې ويشتلی هـــــــم هغــــــــه وي
چې لــــه نـــــورې اشنائۍ ئې استغفار وي
صبوري او قــــــــداري دې پــه ما زوم شي
که بې تا به مې يا صبر يـــــــا قـــــــــرار وي
هر ژوندون د يار په وصل ښائيســــته وي
بې مينه که ژوندون وي څه پــــــــــکار دی
که ديار له لاسه اور په مــــــــا بــــــلېــــــږي
هغه اور دې عاشقانو ته ګُـــــــــــــــــلزاروي
په يارۍ کې آزار نشته خدائ دې نـــــــه کا
که ذره به زمــــــــــا زړه لـــــــه تـــــا آزار وي
و هغو ته عــــــاشـــــق نـــــــه ويئـــــلئ بويه
چې ئې فکر يا د سر يا د دستـــــــــــــار وي
ځائ ئې اور شي چې زنارې شي پــــه غاړه
ولې نه چې ستا د زُلـــــــــفو زنــــاردار وي
ستا د زُلفو زناردار که په اور ســــــــــوزي
هغه اور به هم رښتيا ستا د رُخـــــــسار وي
هغه جونه به ليلا غوندې رســــــواشـــــــي
چې رحمان غوندې مجنون ئې په ديار وي


*******************************
غزل
که نظر پـــــه مـــــاتـــــــو ګوډو د روزګار کړې
هومره نه دی چې حســاب يا به ئې شمار کړې
په هر غم کې خــــامــــــوش اوسه او که نه وي
د بدخواه خاطر به ښـــــــاددوست به آزار کړې
صبر ونيسه په مــــخ کــــې مُــــــــراد غــــــواړه
په تلوار به هېڅ ونکړې کـــــــه تــــــــلوار کړې
رضا پاسله قضا تــــــــه فــــــــــراغــــــت شــــــه
او که نور څه نور څه وائې ځان به خـوارکـــړې
آزادي او کاروبــــــــار دې ســــــــــــره لـــــــــرې
لاس له کاروباره وکاږه کــــــه کــــــــــار کـــړې
چې په خپـــــــله ئـــــــې فــــــــاني بولې رحمانه
ته و بيا څه په هغو چارو اعتــــــــــبار کــــــړې


*******************************

No comments:

Post a Comment