Wednesday 6 October 2010

لایق زده لایق

غزل
ووایـــــــــــــه د زړه د تلـــــــــــه ووایــــــــــــــه
ژونـــــــــد ته د ژوند راز پاګلــــــــه ووایه
پوه شومــــــــه ریبــــاره زه ترې هېر یمــــــه
دا خبره پرېږده بلــــــــــــــــــــه ووایــــــــــــــه
څـــومره تورې شپې دې په سینه کې دي
حسن تــــــــــه په جـــــــار کاجلــــــــــه ووایه
هــاغـــــــــه ورځې څـــــــومره ډیر ژړلي وو
ته چې ورانیـــــــــدې کابلـــــــــــــــــــه ووایه
ته چې به سلګــــــــــــــــوورسره ونیــــــــوې
هاغـــــــــــــــه ټپـــــه بیا څو ځلـــــــــــه ووایه
هرڅـــــــــــه اوریدی شمه پښتـــــــــــون یمه
مــــــــاته دزړه حــــــال پخپلـــــــــــــــه ووایه
څـــــــــــو به لیونی لایــــق بندي ســــــــــاتې
ای! دوخت ول،ول اوربلـــــــــــــــه ووایــــه


****************************

No comments:

Post a Comment