Wednesday 20 October 2010

مختار لونګ Mokhtar Lawang

غزل
د زړه کوڅې ته دې ملنګ را درومي
په مينه مست لکه د بنګ را درومي
زکات يو رکن د پنځو بناوو
ستا د ښکلا په تا قلنګ را درومي
دا ستا د مخ له پلوشو نه دی ځار
قربانوي وزر پتنګ را درومي
د زړه سنګره ميوندي سنګر شه
جانان د سرو سترګو په جنګ رادرومي
وخته ځواب به يې له تا نه اخلم
اوس که نا خوالې رنګ په رنګ رادرومي
سترګو اسمان کې مې د غم وريځي دي
ځکه باران يې په غور ځنګ را درومي
زما په کوڅه کې دې شو ُپلونه زاړه
تش دې يادونه څنګ په څنګ رادرومي
شي به د چا د دنګې غاړي اميل
له دې غزل بوی د * لونګ* را درومي


*******************************

مرجانونه
د ا رمان غوټۍ مې ګل نن په ځيکر دي
د و صا ل رنګينې و رځې د ا ختر دي
چې مې شونډې د ښکلا سندرې واي
نن مې سترګې لګيدلې په ګودر دي
سترګي ښکلي خدای درکړي دهوسۍ دي
ليدل هم دې د هوسۍ غوندې اوتر دي
چې شيبې يې د جنت شيبو په څير دي
دا خوږې شيبې اشنا د مازديګر دي
زما زړه لکه د خوارو پښتنو سر
څو ميخونه د اغيار يې ښخ په سر دي
سپيني غاړي تر ا شنا يې ځان رسولی
مرجانونه هم سوري ټول په ټټر دي
ديدنونه ټولوي د زړه کچکول کې
د ( لونګ ) خويونه ټول د قلندر دي


*******************************

ناسور دردونه
درته په زړه کې يو ارمان لرمه
دغومره لوی لکه اسمان لرمه
را پورې تنګه شوې د ښکلو ښکلې
دا ښار دې ستا وي بيابان لرمه
ما خو په مينه همدومره غوښتل
اوس چې ريښې ريښې ګريوان لرمه
د چا خيام او شيرازې څه کوم
شکر خوشحال هم عبدالرحمان لرمه
دا ستا په نوم مې خوله خوږه شې ياره
زه دې په ښکلې نوم ايمان لرمه
زما چاودو شونډو پورې مه خنديږه
ډک له غميزو ستر داستان لرمه
ما د ايمان په مضمون مه ازمويه
غلبيل سينه کې پاک قران لرمه
له مخ مې څنګه به زيړوالی شې ورک
ناسور دردونه د جانان لرمه
ستا له بې مينې ميکدې مې توبه
لکه جنت افغانستان لرمه
خير دی که سر او که اروا مې درومې
توندې جذبې د پير روښان لرمه
مغلې سترګې به دې باسم کله
توري نيزې د خوشحالخان لرمه
 لونګو  ونې به سمسورې شې بيا
اوس که شيبه شيبه خزان لرمه


*******************************

هار یم
نه رغيږم د ناسور په څير پرهار يم
د مړو سترګو د بڼوويشتلی ښکار يم
له ګوګل ځنې لمبې مې پورته کيږي
زه د بر کلي د بر ګودر چنار يم
د و ير و نو قا فلي را ته را غلي
خپل پردی مې ژړ وي د کابل ښار يم
د بيلتون د ټوپک نخښې لاندې راغلم
لکه زاڼی چې و تلی له کتار يم
منصور يو واري په دار و ، ويزان شوی
زه پښتون بدمرغه هر وختې په دار يم
تړمه اوښکه د بڼو په سر مزل کړم
څه ستومانه په لټون کې د خپل يار يم
د زړه برج کې مې مورچه ورته نيولي
اوس د تورو تورو سترګو بديدار يم
د هر ګل سره اغزی وې يو ملګری
ای دلبره ته مې ګل او زه دې خار يم
ياغيتوب څخه اسمان مې پناه غواړي
خودا ستا په اوده پروت مشاد ښامار يم
ترهيدلي نظر مه راته را ګوره
تور ( لونګ ) يمه دا ستا د غاړي هار يم






















No comments:

Post a Comment