Wednesday 27 October 2010

خالد ریحان Khalid Raihan

ما په هر ځاي کې
ما په هر ځاي کې چې دی مړی د هابيل ليدلی
ورسره پل مې شا او خوا کې د قابيل ليدلی
کوم ابرهه چې مې کعبې ته کله سپک کتلي
پسې رالوتی مې يو سيل د ابابيل ليدلی
د وخت نمرود ورته که هر څومره لمبې تازه کړي
خو زمانې په سرو ګلونو کې خليل ليدلی
چې هر ماښام يې اوښکې ښوري د ليمو په سوکو
ما د يتيم ويرجنو سترګو کې قنديل ليدلی
نورې د سرو ډوليو باج څپو ته نه ورسپارو
له غورزنګونو مو لويدلی رود نيل ليدلی


**************************

No comments:

Post a Comment