زه اوهغه
زړه مي چي غواړي هغه نه راکوي
چي يې څه خوښه وي هغه راکوي
دې يارانې ته به څه نوم ور کوم
مانه چي ټول وړي اوڅه نه راکوي
زه د رښتيني دوستۍ دود پالمه
هغه وهل د سر او زړه راکوي
دې ړندې شوي دنياګۍ ته ګوره
غوښه د خپلو مو په خوله راکوي
د بابوزي توبه له دې ملګرو
زوم له تابوت چي په واده راکوي
********************
No comments:
Post a Comment