Sunday 3 October 2010

ډاکټر ذبیع الله حسن

دغم پلونه
اوښکې مې پریږدئ چې کتار پاتي شي
چې دغم پلونه په دې لار پاتي شي
نظربه ووینځم په تړمو اوښکو
چې تقدس يې درخسار پاتي شي
خیر دی چې سترګې اړوي راځنې
پریږده چې کیف يې د اقرار پاتي شي
کاش چې وږمه داسویلي يې راشي
چې لږ حسرت مې دبهار پاتي شي
له ارمانجن زړه مې که ووتلې
تشه ډیوه به په مزار پاتي شي
ته چې کاسې دسترګو ډکې راوړې
څه به مې واک څه به اختیار پاتي شي
دوی چې دحورو په سر حوري وژني
ددوزخیانو به څه کارپاتي شي
سترګې په سترګو لګوي چکونه
شونډي به څنګه انتظار پاتي شي
نورو ټیکه دجنت واخیستله
حسن به هسې ګنهګار پاتي شي
ډاکتر حسن
دتخیل وزر
زورمې دظالم تاراج ته نه رسي
 وس مې دمظلوم علاج ته نه رسي
زما د تخیل وزر نازک دي لا
ستا چې دښا یست معراج ته نه رسي
سپړم لا دځان د حقیقت غوټې
سوچ مې دطبیعت مزاج ته نه رسي
لوټ کړو زورورو دازل کاروان
برخه ئې چې اوس محتاج ته نه رسي
لوړ دار ته (حسنه) رسیدلی شي
جګ سر دلته تخت وتاج ته نه رسي
 ډاکتر حسن
دحسرت اوښکې
نه غضب کاته کړې نه دې شونډو کې شکرې دي
نه دې هغه نا ز شته نه دې سترګو کې خبرې دي
ښخې مو د ژڼيو په قدم قدم کپرې دي
پيغلي پښتنې مو له ګودر نه مرورې دي
زه به د حسرت اوښکې بڼو کې زنګوم ګرځم
خلکو په سينوکې چې ساتلې اوس ډبرې دي
ستا په ګړنګونو به وطنه الوتلی وم
کښلې په پرديس کې غريبې رانه وزرې دي
نه مې شته ځواني نه مې جذبې اوس زورورې دي
کندې زما ربه د الفت ډيرې ژورې دي
څه ټکه په پيغلو په دې ښار کې پريوتلې ده
نه يې شته لونګ نه يې تر غاړه ملغلرې دي
ځه ورځه ( حسنه ) د لندن له پيغلو څه غواړي
نه يې تور زلفان شته نه يې سترګې بڼورې دي
دالفت میکده
دالفت د میکدې چې څوک میخور وي
لکه تاک په هر یو رګ کې به يې شور وي
په ځلا نده مخ يې ژر دوکه ؤ نه خوري
هسې نه لکه ایئنه بل مخ يې تور وي
فقط اوس زما د سترګو کعبه نه يې
په لحد کې به مې هم مخ ستا په لور وي
ستورو لپې وې رڼا ته يې نیو لې

د زلفانو په ما ښام کې يې شبکور وي
دمنګي په څا څکو لو ند سا لو کې راغله
په لمن لکه دغره لا له زار خور وي
داسمان دشته وړه ورته ښکاریږي
چې حسن د تفکر په نیلي سپور وي
ډاکتر حسن
 دحنا رنګ
تله خوشاته یې کتل داسې ښکاریږي
چې په رمز د محبت باندي پوهیږي
چې دې اوښکې په رخسار راشي حیران یم
چې دا اور په اوبو ولې نه مړکیږي
وږمې زمونږ په تماشو کې مشغولا کړي
د ګلاب ځکه په مخ اوښکې بهیږي
دتا رنګ دحنا والوت له منګولو
زما دلاس دغربت کرښې نه ورانیږي
ستا په لار دتغافل به زړه ته درشم
خلک ټول په کږو لارو غره ته خیږي
محبت ته مې بل جام راوړه فطر ته
دفلک پیا له شوه ډکه ترې تویږي
زه ګردی سمندر ځای کړم په یوه شعرکې
خلک وائي په کوزه کې نه ځایږي
چې خوري کړي په سپین مخ رلفې ، بیا ورشه
غلا په سپینه ورځ (حسنه) کله کیږي
ډاکتر حسن
 دڅڼو زندان
ډوبه مې بیړۍ کړه خو طو فانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
ای درنګ او نورشمعې چې بلې لمبې مړې نه کړې
زما له تورتمونو چیرته لرې پلوشې نه کړې
ستړې دا دسوز او سوځیدلو تماشې نه کړې
موړ مې په لمبو کړه ای میزبانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
نن دې په لیمو کې دځوانۍ ستونه وینمه
رګ رګ کې دې ګلې دمستۍ مو جونه وینمه
زه هم په سینه کې مې دزړه ټو پونه وینمه
چا ئې ژړولی یا قربانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
مونږ ه زنځیرونه دازل ټول شلولي دي
تاته مو سرونه په لاسو نو کې راوړي دي
زړونه مونذ رونه ستا په لاره کې شیندلي دي
وخانده دڅڼو تور زندانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
ته به دهجران دبیابان ګرمې وهلی ئې
ډیر به دې دیدن مرګونې تندې ته نیولی يې
هم به په سرو وینو کې ازغیو لمبولی ئې
ووهه کیږدۍ دلته کاروانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
لا خو مې جانانه په زخمو کې څړیکې پاتي دي
لا خو دجنون مې په منګول کې لیکې پاتي دي
لا خو د(حسن)په شعر کې ډیري کړیکې پاتي دي
ؤه مې خوره ځواني خو دلبر جانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
ډاکتر حسن
دکاروان جرس
مینه دې جنون ده تور زلفان دې زنځیرونه دي
شونډې دې شراب دي په لیمو کې دې ستونه دي
ستا اود سپوږمۍ په منځ کې چا ویل ورته والی شته
ستا لکه پیروی مخ ددې په مخ داغونه دي
زمونږه دزلمیانودې اوږې شنې په تو پکو کړې
ستا دما شو مانو په اوږو بار کتا بونه دي
پیغله د ځوانۍ راته ولا ړه ده رخصت غواړي
ماته يې نیولي دمستۍ نه ډک جامونه دي
ستادمخ لمبو ته مې پانو س دزړه راوړی دی
ویړ مې دارمان پکې جا نا نه وزرونه دي
داخو مزلونه دي په دشته د جنون کې تل
کله چا ټاکلي په الفت کې منزلونه دي
وسپړه غو ټۍ دپلوشو دپیغلتوب ګلې
څنډ وهه زلفان دې چې نور ستړي ما ښامونه دي
ستا دزړه (حسنه) په ټټر کې چې ټو پو نه دي
ځي د ژوند کا روان په مخ همدايې جرسونه دي
ډاکتر حسن
دلیمو کوڅې
نن راغلي هغه سترګې میلمنې دي
چې مې بلې په مزار دزړه ډیوې دي
لکه خم وپیچ دتا دتوروڅڼو
داسې لارې دالفت کږې وږې دي
اسویلي دې ساړه خیږي په لرزه ئې
نن دې بیا لکه چې نورې ارادې دي

په کوڅوکې دلیمو مې کتار اوښکې
هر کلي ته دې ولاړې کور بنې دي
له توپان دحوادثو سترګه مکړه
حوصلې دې چې (حسنه) پښتنې دي
ډاکټر حسن
دوخت کاروان
په مړو سترګو راته وګوري میزبان شم
چې میلمه داداګانو دجانان شم
دوحشت سپیره یادونه راپسي دي
که ملګری دوختونو دکاروان شم
په نغري کې دفریاد کړمه له سوخته
خو چې ستا دښکلي مخ بلاګردان شم
دخپل هوډ په زور به ځمه مخ په وړاندې
که په لو مو دازل کې بندیوان شم
زه( حسن) که دبسمل غوندې تپیږم
ستا دمینې افسانې ته به عنوان شم
ډاکټر حسن
ستا نظر
ستا نظر چې نن کتل په کوم انداز کړو

ما انګړ د لېمو فرش ورته په نیاز کړو
په لوندوالي د وزرو اوس خبر شو
چې يې فکر تر مادي پورې پرواز کړو
زمونږ د خواروپه رڼا کې سترګې برېښي
لکه شمع خپل تورتم ته سوز ګدازکړو
کم يې مه ګڼه تر خوان د بادشا هانو
که په ویړ تندي چا وړاندې درته پیاز کړو
عا قبت ته د هستۍ به کله پام کړو
که به يې فکر تل د حال او د اغاز کړو
بډاینه په ثروت سراب لیدل دي
استغنا غني حسن غریب نواز کړو
 ډاکټر حسن
غزل
لا خو تر منزله پورې ډیري فاصلې دي
ووایه زړګیه تاکې څومره حوصلې دي
بیا په پښتنو باندې ابادي هدیرې دي
جنګ ته دپردو چې يې روانې قافلې دي
شته راپکې دم چې ستمګره وارخطانشې
اوس خو مې لا پیغلې دزخمونوولولې دي
ډیروته يې ژبې په ډالروکه پرې کړي دي
شته لاډیري خولې چې پکې پاتي سرې لمبې دي
شینده اوس سپرغۍ سپرغۍلفظونه په شعرونوکې
څړیکې داحساس دې چې(حسنه)میلمنې دي
 ډاکټر حسن
مختورې اوښکې
په عشق مې اوښکو لمبې پورې نکړې
ستا دزړه دشتې يې سمسورې نکړې
راته سرتورې ئې کړې پیغلې هیلې
سترګې مې بیا دچا په لورې نکړې
بیا مې لیږلي نازنین حسن ته
اوښکې مې خدایه چې مختورې نکړې
لکه پیالې به ئې ډکوم له ښکلا
سترګې مې زلفو که شبکورې نکړې
د اروا ګانو ملګر تیا وي مینه
چې مې جذبې بیلتون کمزورې نکړې
اوښکو دې وشیندل په سرواننګو
سترګې چې بیا په کجل تورې نکړې
حسنه څه غواړې له سرو سترګو نه
چې دتا سترګې ئې میخورې نکړې
ډاکټر حسن
هم له شوره
هم له شور هم له سکوت څخه بیزار یم
لکه بحر په قرار کې بې قرار یم
تر نقاب ئې دجمال جلوې راوزي
دا چې زه په نا لیدلي مخ نثار یم
لکه مات ګل چې پخپل ډنډر رازانګي
هسې ځوړند مې دخپل غیرت په دار یم
سا مې لنډه شوه په دشته دهجران کې
چې قانع ئې په سراب اوس د دیدار یم
سر مې خلاص دخپل وجود په حقیقت شو
چې سیلاب دحسرتونو ته حصار یم
لکه تل دسیند بې شوره په کراره
ځم په وړاندې دڅپو دسمت مهار یم
دهستۍ هر یو انځور په ماکې هست دی
هم بیا تل په دې هنداره پروت غبا ر یم
زه (حسن) دنفرتونو له سیلۍ نه
په جونګړه د الفت کې رایسار یم
ډاکټر حسن 


 
















































No comments:

Post a Comment