Wednesday 6 October 2010

قیصرافریدی

غزل
د ژونــــد ارمان پکې جلبل او سوى سکور پروت دی
شــــونډې مې مه بیرته کوه زړه کې مې اور پروت دى
دخيــــــال او فــــــکر قـــــــافلې مې داسې در په در دي
لکـــــــه پښتون چې په څلــــــــور طرفه خور پروت دى
زه هـــــــــم هغــــــه يــم چې تعمير د ښـــــــاريو کـــــــــومه
پــه خپلــــــــه کلي کې تالا کنـــــــډر مې کورپروت دى
يو د ناتوانو مړونــــــــــدونو څــــــــه چــــــــاره نه راځي
فصـــــل مې پوخ ولاړ دى مخې ته مې لورپروت دى
,,درڼاګانــــــو هغه ښــــــــــــار ,,د ژوند او رنګ هنداره
اوس داسې اورم چې خــاموش لکه د ګور پروت دى
اسمـــــــــــان او زمکــــــه د باګرام څه درته ووايمــــــــه
خو بس يو لوخى دى برغولى پرې نسکور پروت دى
ټولې يارۍ نیمـــــــــګړې پاتې ټول لوظونه مات دي
په هر قـــــــــدم راته ازغى د يو پیغــــــــــــور پروت دى
ژونـــــــــــــد يــوه داسې کربلا شـــــــــوه د قیصر دپــاره
چې پـــــکې څومره سفر کاندې هومره نور پروت دی


*********************************






No comments:

Post a Comment