Wednesday 6 October 2010

شهريار

غزل
ما پوره ولوسته هر باب د مينې
بيا هم پوه نه شوم په حساب د مينې
ملا صيب ته به هم زما په شان شې
كه چیرې ودې څښل شراب دمينې
د خپل جانان د خپل ايمان په خاطر
خير دى كه ډوب شم په ګرداب دمينې
چې د دلبر د وصلت تمه لرې
لومړى اګاه شه په اداب دمينې
هغه كامران دي اى ملګرو دلته
چې لاهو شوي په درياب دمينې
تاته نصيب يې شه جنت زاهده
ماته ديدار يې په ثواب دمينې
ته يې يادوه په الاهو شهريار
زه يې يادومه په رباب دمينې




*********************
























No comments:

Post a Comment