Wednesday 6 October 2010

اسحاق ننګیال

غزل
تورې سیلۍ دي په جونګړو کې رڼا نه پریدي
دلته د وینو لیوني چیرته خندا نه پریدي
چې د آشنا خورو ورو ذ ‌لفو کې نشته ګلان
ظالم وختونه دسپرلي ستونې کې ساه نه پریدي
پرون په کاڼو نن چې داسې په سکروټو لګو
شیبې سلګی ته خو مو هیڅکله سبا نه پریدي
وینو کې زیږي پکې لوې شي پکې ومري بچي
قاتلې شپې دي دعا ګوې کور کې دچا نه پریدې
داسې میلمه شو په وطن راته د مر ګ سوداګر
چاته عزت چاته شمله چاته حیا نه پریدي




***************************
خیبري تنده

ټول عمر درنه ده سپکیدو ته یې چې پرې نږدئ
خاوره پښتنه ده او پردو ته يې چې پرې نږدئ
پریږده خیبري تنده چې بیا په وینو ماته شي
ګرمه معرکه ده سړیدو ته یې چې پرې نږدئ
سره چې وړي اورونه په کمسوکې د پښتوناوې
ښه ده چې لمبه ده لوږیدو ته یې چې پرې نږدئ
ذلفو د جانان ته چې څوسرې وینې غوټی نه شي
لاره تکه سره ده وچیدو ته یې چې پرې نږدئ
نن مې دخوشحال توره چې بیا هوس دشرنګ لري
تاوه په شرنګ ښه ده چوپیدوته یې چې پرې نږدئ
ګورئ چې آسمان کې وریځ دستورو دلار پل وهي
ورځ خولااوږده ته توروشپوته چې یې پرې نږدئ
وړې یې چې غرور ته ثریا په جام دسترګو کې
نیغه مو شمله ده ګږیدو ته یې چې پرې نږدئ


******************************
خدای بخلی اسحق ننګیال

داشعر ډیر پخوا اجمل خټک ته لیکلی وه
شمشاد شمله زیږي خبرې
ته رانه خې اوزه تڼاکې په ځیګر ګرځوم
دذهن باغ کې دې کرم یاد دې پرسرګرځوم
آشنا در تلی نشمه لار ټوله اغزو نیولی
دزړه پرګل دې لکه پرخه هر سحرګرځوم
څاڅکې غزل به مې لیکه تا به ترې جوړکړدریاب
اوس به دشعر منګې خالې پر کوم ګودر ګرځوم
بې شکه کور دپښتنو کې لراو بر خونه شته
چې مې دزړه دالان نه خې خاورې پر سر ګرځوم
ستا دا شمشاد شمشاد شمله اوستا زیږې خبرې
لکه روڼ ستورې په آسمان کې دخیبر ګرځوم
ګوره زاري درته کوم چې درنه نه شمه هیر
ستا دغیرت چغه خو زه په لراوبر ګرځوم




*******************************
دا جل ، دا برسات
شوګير چې درته شپو پر څڼو مات راوړی دی
يو خوب مې درته سترګو کې سوغات راوړی دی
دا ډک جام چې نن رېږدي په لاسو کې د فرعون
موسی له کوه طور ځنې تورات راوړی دی
دا چا ويل چې وږې د پښتون شولې حجرې؟
دې وږو ميکائيل ته هم خيرات راوړی دی
شیبه پر لمبو سره ده او شیبه پر ګلو سره
دې خاورې کله جل، کله برسات راوړی دی
ساعت وروسته رازېږو دا ساعت خير دی چې مرو
تقدير راته بس دغسې سوغات راوړی دی
سپیڅلی مسلمان دی خو يې زده نه شوه سجده
دې قام ته خدای د خپل غرور ذکات راوړی دی


******************************


















































No comments:

Post a Comment