Wednesday 6 October 2010

دلاور پردیس

غزل
پاڼو دتاريخ كې د ملالي تور وربل ښكاري
اوس افسوس د هغه وطن واك لاس كي د بل ښكاري
كاشكي چي زه مړ واى يا مي داسي څوك ليدلاى نه
وا وښتۍ له دين نه خلك وايي چي پاګل ښكاري
چاچي دُښمن و ايست د هغه نوم پر خوله نه راځي
چاچي بيرته راوستۍ هغه راته اتل ښكاري
څوك چي يې وړي ګټه د جګړو څخه مدام وايي
دا توري تيارې د وطن برخه د ازل ښكاري
يو چي ورته لار ښيې بل هرڅه په ډاډه زړه وړي
ووايه زړګيه تا ته كوم يو سړى غل ښكاري
څوك پكښې د نو ي ابادۍ نښي ليدلاى سي؟
ما ته خو هر څه په كنډوالو باندي بدل ښكاري
مرګه نور مي واخله چي زه دومره درواغجن يمه
ما ويل خاوره زما ده اوس د نورو پكښې پل ښكاري
دا چي د دستار په نوم پر سرمو دى دا هيڅ نه دى
دا مو وليږي غاړو ته هم دا زموږ قاتل ښكاري
بس ناپوه مالياره ما ته مه كړه د بهار کيسې
باغ كي دي نوكر سپيرو اغزيو ته سور ګل ښكاري
چيغي د افسوس چي د پردېس د خولې نه ووتې
چا ته د غم ساندي وي او چا ته به غزل ښكاري

*********************************
دلاور پردیس
رنګ ته يې خو ګوره لكه مړى دى
كوم بې رحمه زړه ورڅخه وړى دى
وخت كي د وصال ګونګ سي هيڅ نه وايي
يار يې څه جا دو ور باندي كړى دى
خود به وي تر هر چا زور يدلى ډېر
دا د مينه ناك جهان وګړى دى
لاره يې يوه زړه ته پيدا نه كړه
ځكه خو سكون نه لري ستړى دى
خلكو نور تر ميني كړئ قربان پردېس
دغه ده چا ړه او دغه پړى دى

******************************
مینه
د دې دُنيا هغه سړى مي سړي خُور ګڼلى
چي مينه نه پيژني زړه باندي مي تو ر ګڼلى
دا ستا په سر كه دار ته پورته سم پروا نه لرم
يو افتخار دى ياره تا ولي پیغور ګڼلى
چا كړل اوبه د ورور په وينو د وطن فصلونه
چا د زړه بڼ د محبت په نوم سمسور ګڼلى
تل د ګلاب په شان ښايست او خو شبوئي به لري
چي خړي خاوري چا د ځان لپاره كور ګڼلى
حالاتو وركړل پرهرونه د پردېس زړګي ته
بس يوه مينه مي پر هر لره ټكور ګڼلى


******************************






No comments:

Post a Comment