Thursday 28 October 2010

اټک یوسفزی Atak Yusofzai

جادوګرې
څه جادو دې په ما کړی جادوګرې
چې په زړه مې ستا د عشق ګرځي لښکرې
نه پوهیږمه چې سترګو کې دې څه دي
ستا په مخ کې ما نه هیرې شي خبرې
د اسمان نه هم اوس پورته پورته خیژي
زما خيال دومره پيدا کړلې وزرې
ته خوندونه د ليلا له شونډو اخله
ما ته شونډې د پښتو ژبې شکرې
د اټک د فکر کان ته حيرانیږم
چې درګرده ترې راوځي مرغلرې


************************
غزل
ښخ دې په ځيګر د چا باڼه ښکاري
سترګو کې دې بيا وينه د زړه ښکاري
کله چې نښتر پیغله راوړي کور ته
کلي کې هوسۍ غوندې د غره ښکاري
څنګه مې د خون ، نه منکرېږې ته
سره خو دې له ورا لا سپينه خوله ښکاري
ستا د مخ شغلو شپه ورکه کړې ده
ستوري په اسمان کې ځکه نه ښکاري
راکاږه زخمونو نه مې ښه وينه
څاڅکي دې په شونډو باندې ښه ښکاري
تا ته خو اټک جانانه ، نه ښکاري
ما ته خو يې خاوره هم رانجه ښکاري


************************







No comments:

Post a Comment