Wednesday 6 October 2010

عبدالله پیکار

اوس هم زه شاعر
اوس هم زه شاعر يمه د خسن شور و شر لرم
اوس هم د جذبو د تکلم ښکلی هنر لرم
اوس هم د آرمان او د هجران په جزيرو کې يم
اوس هم د سلګيو د سندرو سمندر لرم
لا په کائيناتو کې د خپل ځان په لټون ګرځمه
لا هم د خالق په لورې داسې ستر سفر لرم
لا زما په ستوني کې ژوندۍ د بغاوت چيغه
لا هاغه قاضي، هماغه دار هغه ممبر لرم
اوس هم د شفافې آيينې په څير ګويا يمه
اوس هم د تصوير له پاره ژبه د جوهر لرم
لا هم د ټپې او د بنګړيو شرنګ ته ناڅمه
شکر چې ملنګ يمه نه سيم لرم نه زر لرم
ما ټول موسمونه په دا خپل زړه کې کرلي دي
زه په ښار کې هم د کلي ښکلی مازيګر لرم


****************************************
ملا اوشاعر
مونږ دوخت څپو اخيستي نيزه وړي
دبدرنګو تقديرونو پوروړي
ته ملايې زه شاعر يم خومونږ دواړه
دپيغام تر درانه پيټي لاندې ستړي
ته دمينې دخالق دكور امام يې
ته قاصد دخداى دمينې دپيغام يې
زه يودرد يم دپرهر په غيږ كې اوسم
ته بدرنګ په بدرنګۍ كې هم ارام يې
تادخداى پيغام نه اند كړ نه دې ژوند كړ
نه دې رنګ كړ نه دې سٌر كړ نه دې خوند كړ
تامنتر دمُصلې او دكوزې كړ
تا تعويذ كړ تا په اوو پوښو كې بند كړ
ماپيغام كړې هاغه ټولې مرغلرې
دښايست دخداى خورې ورې خبرې
څه مې حسن څه مې رنګ كړې څه مې مينه
ماترې جوړې كړې ښايسته ښايسته سندرې
ته وارث دخداى دښكلي پيغمبر يې
خو دسپين صليب پاچا يې زورور يې
ته ژوند نه غواړې دحسن مرګ پرسته
دخالق اود مخلوق په منځ كې غر يې
زه ښايست يمه زه ژوند يمه شاعر يم
ترښايسته د نيا چا پيره سمندريم
دخوږو خوږو دردونو مصور يم
دانسان دښكلې مينې مفسر يم


***************************************
نظـــــــــــــــــــــــــــــــــــــم

شيطانان که چيرې تور که چيرې سپين وو
درڼا دعقيدت وطن ته راغلل
له عربو له عجمو نه راټول شول
دښکلا دسخا وت وطن ته راغلل
وايي دوئ به دا حسينه نړۍ ټوله
دنفرت او بد رنګيو بدرګه کړي
دا له مينې نه جوړ شوی کا ئنات به
دوحشت په اور کې لولپه لمبه کړي
تور دقهر اودجهل خدای به جوړ کړي
بيا به واړه عبا دت دابتذال کړي
دهنر په کتا بونو به اور بل کړي
دروازې به ټولې بندې دکمال کړي
دا ونه ګڼې چې ښه او بد په کې دي
هريو تن يې له ابليس ځينې خبيث دی
سور قران يې لکه ډال پرسر نيولی
پر هر غشي يې ليکلی سپين حديث دی
شرنګوي دستم تورې په هواکې
نړوي دکما لاتو ياد ګارونه
چې پرې ليک دستر انسان دژوند عنوان دی
دښا يست دکلماتو يادګارونه
وايي تور زړه خلک ټول ددوئ په څنګ دي
دوئ دسپينو سپينوزړو نو دښمنان دي
چې غړيږي هغه سترګې به سورۍ کړي
دځلاندو څرا غو نو دښمنان دي
چې دعشق په حرارت با ندې ژوندي دي
دزردشت دمحبت نغري به مړه کړي
دادم لوڼه زامن به ټول په دار کړي
دتخليق او دجدت نغري به مړه کړي
تور بدرنګ ائين به خور کړي په جهان کې
دپيړيو جما لي بودا به مات کړي
لاتر اوسه چې دغره غوندې ولاړ دې
پرتمين او جلالي بودا به مات کړي


٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زمونږ ارګ زمونږه مرګ
دادښار تـر منځه غځيدلــې اژدهــا وينې
دغه وينې ، وينې وينې څښونکې معما وينې
دلته هميشه داختيار مـرۍ پرې شوې ده
داد جبر پالو جابرانو استوا وينې
دا دی دهوس دشرميدلي با با ارګ زمونږ
دغه کلا قــبر زمونږ دغه کلا مرګ زمونږ
دا کلا زمونږ ه په ککرو دنګه شــوې ده
دغلته پرې شوې دشيرين ژوندانه برګ زمونږ
دا ما ڼـۍ دجبر داختيار لپاره جوړه ده
دا ما ڼۍ له حق نه دانکار لپاره جوړه ده
دلته دافغان په مرۍ ډيرې چړې پڅې دي
دا قصابخانه خو دخونکار لپاره جوړه ده
دا محل مې ونړاوه څوځلې مې وران کړ
بيرته مې دژوند په قيمت څوځلې ودان کړ
دا برخليک زما دجوارګر په بر خه شوي دی
ځان مې په بيلات کې تورې خاورې په تاوان کړ
مونږ ه يې را جوړ کړوخو دنورو خيلخانو شي ارګ
مونږ لپاره کور دخونړيـــو دسيسو شي ارګ
نوروتــه دزرو خزانه شي زر پرې وويشي
مونږ ته دزقــومـو اودزهرو دپيالـو شي ارګ
دلته که بې عقله ملا راشي که هوښيار را شي
دلته که صادق را شي که پلی داړه مار راشي
څه جادو پرې وشي چې زمونږ دسر قاتل جوړ شي
دلته که مو ورور راشي اودلته که مو پلار راشي
نه دي نو رڅه نه دي دهوس توره نشه ده ارګ
ډيره بې حجابه او بد نامه تماشه ده ارګ
تل يې زه ساده په ستر ګـکونو غولـولي يم
بــس يوه لـولۍ ده بازينګره فاحشه ده ارګ




****************************************
نظـــــــــــــــــــــــــــــــم
نه مې لاس شته نه مې توره نه مې ډال شته
نه مې خوږ زخم تړلو ته دستمال شته
دچا خوښه ده چې څنګه پرما بلوسي
نه مې ورانې سپېرې مېنې ته ديوال شته
دتهذيب او تمدن تورې پړکيږي
مجبوري او بې وسي دمرګ سزا ده
دمذهب دښا مارانوداړې سرې دي
دنا چار اود نا دار وينه رواده
داوبو پر سر داورسمندرونه
په غرور زما فضا ته راروان دي
دنړۍ لاسونه وتي له لستوڼو
راخواره مې په تڼۍ تڼۍ ګريوان دي
لوڅ عرب له لوڅو نجونوسره لامبي
خدای ورکړې دزم زم سپينه چينه ده
دافغان ټپي ماشوم له تندې مړ شو
کباب شوې يې دبم پر اور سينه ده
عرب ناست دی دکعبې تر غلاف لاندې
دافغان بچي نه درشته نه يې بام شته
دلمبو دسره صليب پر سر ولاړدی
نه پرې سيوری دحرم نه داسلام شته
دحرم دسرو او سپينو واک دبل دی
داعجم خو له پخوانه غلامان دي
دوۍ چې پريښی وو پردي ته خپل ټا ټوبې
دوئ له هاغې ابتدا نه غلامان دي
ددوۍ ژبې عرب غوڅې کړې عجم شول
نا ممکن ورته دخپل وجود اظهاردی
د عرب چې دکوډګرو ژبه زد ه ده
نو مالک ددراهموددينار دی
د عر بو ډ لې ډ لې لښکر و نه
را وتلي دافغان دمرګ سلا ته
څه ددوست څه ددښمن تر شعارلاندې
څه يې مخې ته ولاړ دي څه يې شا ته
له تو را ته له انجيله له قرانه
جا ري شوی دافغان دمرګ فرمان دی
وايي دی دبې وسۍ پر جرم مړ کړئ
دکعبې او کليسا دغه پيمان دی
د عر بو مقتد ر ه مبلغه !! !
اوس خو نه زما ولس نه مې رواج شته
نه مې ها غسې سخي وطن ښيراز دی
اوس مې وس نه دخرا ج شته نه دباج شته
څو پيړۍ دې را نه وينې دي زبیښلي
اوس مې تش هډونه پا تې دي کالبوديم
اوس هم ستا دغلامۍ پر زنځيرونو
لا هما غسې تړ لې بې نمو د يم
ای با داره څو پيړۍ مې ستا په حکم
له يهو دو نصا راوو سره جنګ وو
ستا منشور اوستا کلتور ووزما پيټی
ستا بيرغ به تل زما په لاسو دنګ وو
نن هما غه يهودان او نصرا نيان دي
راروان په ډير غرور په دبدبې دي
واړه ژي يې ستا له تيلو ځينې ډک دي
بدرګه يې له ګوزار سره لمبې دي
هاغه وخت چې زه بنده دعاطفې وم
هاغه وخت چې محبت زما مذهب وو
هاغه وخت چې زه دامن امتي وم
هاغه وخت چې دا عادت زما مذهب وو
تا ويل چې توره واخله جنګ پکاردی
دژوندون معنا تر مرګه پورې جنګ دی
تا ويل چې دی جنت تر تورې لاندې
تا ويل چې ستر خا لق زمونږ په څنګ دی
اوس چې زه دسرې جګړې په جهنم کې
دبې تورې سپا هي غوندې ولاړيم
نه ستا توره نه منشورشته او نه ته يې
زه مجرم ددوزخي غونې ولاړ يم
بلکې ته تر ټولو مخکې داسې وايې
دا مجرم ددغه ټول جهان دښمن دی
د د ه مر ګ د نړ يو ا لو و جيبه د ه
د ی لا يق نه د ملت نه د و طن د ی


***************************************












































































No comments:

Post a Comment