غزل
ځه كنه غصه شه چې دې وګورم
لږه غوندې سره شه چې دې وګورم
زه له خدايه غټ څاڅكي باران غواړم
ته پكې لمده شه چې دې وګورم
ډير دې ليونې كړل ډير يريږي اوس
حسنه غرغره شه چې دې وګورم
شيخ كه د كعبې په نوم ونه ليدې
ماته ميكده شه چې دې وګورم
ته داخوبولې سترګې مه غړو
سركيده اوده شه چې دې وګورم
یخ سیوری دزلفو شونډې سره توتان
دلته لږدمه شه چې دې وګورم
دومره مساپر څپاند ته ووايه
مونږ كره دې شپه شه چې دې وګورم
***********************
No comments:
Post a Comment