داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
لا یي ګل سپړلی نه دی پرې سپرلی راغلی نه دی
پریده چې نور هم تازه شي ،هوا ښه وږمه، وږمه شي
دا نظر خو لږ توده شي یو څه وزانګي نشه شي
لا سپوږمی وتلی نه ده ماښام غوړیدلی نه دی
داسې زر مه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
لایې ګل سپړلی نه دي لا سپرلی راغلی نه دی
پریده چې کیسه، کیسه شي ژوند لږ نورهم ښایسته شي
د شپې د آواز له خونده لږ نورهم دا زړه تازه شي
پریده چې تیاره ، تیاره شي غماز لا خوب وړی نه دی
داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
لا یي ګل سپړلی نه دی لا سپرلی راغلی نه دی
ګرما ګرمه حوصليو کي تود بدن خو لږ ساړه شي
ستړی ستړی یو جانانه لږ خو ساه مو په دمه شي
شفق نه دی غوړیدلی لمرهم نه دی غورځیدلی
داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
لا یي ګل سپړلی نه دی لا سپرلی راغلی نه دی
شکرالله طاهري