Wednesday, 6 October 2010

علم ګل سحر

غزل
لږ مې ځان په یاد وي او جانان وي ډیر
خلک په همدې راته حیران وي ډیر
کله زړه ته واچوم قلفونه ډیر
کله وایم پریږده کې خوبان وي ډیر
کله یار خپه کړمه هیڅ ور نه شم
بیرته هغه سات زما ارمان وي ډیر
ستړې دژوندون نورې هم ډیرې دي
زړه مې له ولس سره ستومان وي ډی
بل ځای به پښتون یو ځای ونه وینې
دوی دخپل قاتل ترشا روان وي ډیر
موږه په هرګام کې کار له زور اخلو
ځکه دوستان لږ وي دښمنان وي ډیر
کله چې بدبخت کومه ټولنه شي
خلک یې وي چوپ او رهبران وي ډیر
کله مې زړه وایي وطن پریږده ځه
کله ترځان هم راباندې ګران وي ډیر
موږ چې سره کینو نور خبرې کړي
لږپکې رښتیا وی نور ګومان وي ډیر
مینه کې هرڅوک رښتیا درواغ وایي
زه وایم سحر به پکې وران وي ډیر

عنایت دیدار

احساس
ځکه اوسم ځکه ګډ يم
د دې ټولو درد او غم کې
ما له ځانه فرار کړی
زه اوسيږم ټول عالم کې
چې مې ځان له ځانه ورک شي
چې احساس مې ليونی کړي
ما له خپله خوده يوسي
ما له خپل واکه پردی کړي
تجربه مې د خرتوب ده
چې هر نه سړی سړی کړي
ا حساس اور دی رالاندی
چې وجود مې پوخ کودی کړي
ټول ځانونه کې دي ځان کې
د هر چا معشوق ته ژاړم
زه په عقل ټول دردونه
د احساس ژبې ته ژباړم
څوک مې تاج کړي څوک مې خاورې
چا نغمه کړم چا فرياد کړم
زه د غره په اور سوزيږم
زه يو موټی وم ژوند باد کړم
دا نغمې مې ورليږلي
چې جانان ته مې درد زباد کړم
چا په مينه خدای راوښود
چا په مينه کې برباد کړم
د احساس په قبر بلې
د جنون په لاس ډيوې کړه
پرې بې حسنه سترګې ګوره
ترينه قرض پلوشې کړه
دا فنا ته مړه کيدل دي
ژوند په خپل مرګي ژړا ده
خيال وجود ته د غم پيټی
شعر په خپل عمل خندا ده
سر او سترګې د مجنون کړه
توره ډمه هم ليلا ده
ترينه خاورو کې پټيږم
ډيره سپۍ سپيره دنيا ده
دا د ستړې هوسۍ منډه
ده له سرې خولې د زمرۍ نه
دا د ګل ارمان تروړل دي
دې د غم د جيل بندي نه
ستا د درد د څړيکو خوند دی
چې سرونه دي انګور کې
ژوند د سر خواږه دي ښکلي
لږ په رنګ کې لږ په نو رکې
ژوند پخۍ راباندې ظلم
يو پراته د ځان تنور کې
وخت کيسۍ کړي مستقبل ته
نو وي به
چې دا خاورې شي نو ولې
لمر مې سر ته رانيږدی دی
نو سوزۍ مې ولې تلې
*****************

Tuesday, 5 October 2010

فاروق فردا

غزل : فاروق فردا
ومې ليده راغله د پلو څنډه يې شاته کړه
ماهم دکلونو د نظر تنده پرې ماته کړه
ما چې پکې نه ويني له خاله ورنږدې يمه
ته ورته ای خدايه د ښکلا هينداره ماته کړه
تیر ځل دروازې نې (* )د نظر په کاڼو وويشتم
مور يې شوه په قاره خپله لور يې زر کلا ته کړه
ما مې د زړه وينې په منګول کې ورته تويې کړې
دې د سترګو جام کې له يو ګوټ سره هوا ته کړه
ما له لیونتوبه د مچکو سين کې ډوبه کړه
دې وېلې آشنا پر لیونتوب دې څه ورزياته کړه
*نی د نه يې مخفف


Monday, 4 October 2010

محمدالله تبسم

سپیسلي خطا
ما يو سپيڅلي شان خطا كړي ده
ښكليه مينه مي په تا كړي ده
دلته د اوښكو قدر نشته خلكه
دلته ظلمونوانتها كړي ده
ځان راته دي جهان نه ښه ښكاريژي
چي ښكلي يار راته دعا كړي ده
د اداګانو يي لوګي لوګي شم
خو نن یی بل شانته ادا کری ده
نن عجيبه شان ته مستي رادرومي
يوه مسكا راته اشنا كړي ده
نن په سينه كي مي زړګي نه ګورم
لكه چي بل ځاي ته يي هوا كړي ده
دويم منصور رانه جوړ شوي ربه
ټولي دنيا مي تماشا كړي ده
مونږه د ميني رياضت كړي دي
دي مي امام ما اقتدا كړي ده
د تبسم په باب به وايي خلكه
چي پي شعرونو څه بلا كړي ده

*******************************

غزل 
زړه مې تنگ شوی دی جانان چیرته دی
له ښاره تښتم بیابان چیرته دی
چې مې د زړه د باغ گلان اوبه کړي
هغه ارمان ارمان باران چیرته دی
ما خو ټول عمر ریاضت کې تیر کړ
چې گنهگار مې کړي شیطان چیرته دی
چې بتکده کې د کعبې رواج کړي
نن هاغه شیخ هاغه ایمان چیرته دی
هسې خپل ځان راته ولي ښکاره شو
کنه نو زه چیرته .اسمان چیرته دی
زه یې پرې ایښی یم دوی تلي رانه
عالمه خدای چیرته جانان چیرته دی
چې تبسم سترگې په لار دی ورته
نن هاغه ښکلی ها انسان چیرته دی

*******************************

غزل
لكه هد هد چې سليمان(ع)ته پيغامونه راوړل
بيگاه دي ياد داسې خواږه خواږه دردونه راوړل
دې ابرهه رقيب مې زړه راته په كاڼو ويشت
خو ستا وصال هم ابابيل غوندې اورونه راوړل
جانانه درد هم راكوه چي راياديږې راته
ډيره موده دې راته خپله ديدنونه راوړل
وخته په خدای كه به يې اوس زور لرمه
په ما دې څرنګه جوړه جوړه غمونه راوړل
اوس مې ايله د عشق مقام حاصل كړ
چې پاس له عرش مې فريادونه راوړل
د تبسم د زړګي وران كنډر به ښه اباد كړي
ورته د هغه ښايسته سترگو كورونه راوړل


*******************************

غزل
یو خو مې ستاد حسن اور سوزوي
بل مې د هر سړي پیغور سوزوي
ښکلیه سترګې دې لمبه لمبه شه
چې په کتو مې د زړه کور سوزوي
مینې کافر دې کړم منکر دې کړمه
ځکه هامان مې په هر لور سوزوي
ابراهیمي ایمان به زړه کې لرم
عجیبه داده ما به اور سوزوي
تبسم ځکه قربانۍ ته تیا
ځکه پتتنگ هم ځان په اور سوزوي


*******************************

غزل
که د اسمان غیږ کې سپوږمۍ اوسیږي
زما په زړه کې ښاپیرۍ اوسیږي
مینې دې داسې لیونی کړم ښکلیه
هر وخت لاسو کې مې کړۍ اوسیږی
ها د غازیانو شهیدانو کور ته
اغیار راغلي په مستۍ اوسیږي
هغه که مړه وې خو یقین مې نه شي
زما د زړه کور کې ژوندۍ اوسیږی
اوس هغه مست تبسم نه دی گرانې
اوس هم فقیر په فقیرۍ اوسیږي

*******************************

غزل
تاته سپیلنی شوم سپیلنی دې کړم
اور ته دې خطا کړمه لوګی دې کړم
لاړې رانه کومي خواته ورکه شوې
ځان پسې قسم چې لیونی دې کړم
راز شولې جانانه زړه کې ځای مې شوې
هیچا ته به نه وایم ګونګی دې کړم
خدای دې راته وښودو په سترګو کې
څنګه مسلمان څنګه سړی دې کړم
خود به ترې د وينو دارې څآڅي چې
ښکليه په زړه باندې سوری دې کړم
ښه دې وکړل زه به نور څه نه وايم
روغ جوړ (تبسم )وم لیونی دې کړم


*******************************



غزل
یا می مرید او یا می پیر که ښکلیه
یا می لاهو یا می راگیر که ښکليه
چی څنگه ستا خوښه هغسی وکړه
یا می بادشاه یا می فقیر که ښکلیه
دا څنگه خوب دی زه خو نه پوهیږم
لږ می راویښ ویده ضمیر که ښکلیه
د خپل وصال مزه په ما وڅکه
خلاص می د هجر له شوگیر که ښکلیه
ځه چی د وخت فرعون په ټنډه ولو
ته می لینده او ما دی تیر که ښکلیه
ستا تبسم دی اوس یی څنکه کوی
نور دی در خپل دغه حقیر که ښکلیه

*******************************

غزل
د چا یادمی داسی راشی د زړه کور ته
لکه څوک مسافر ځی دمنزل لور ته
په دار خيژمه ناره د اناالحق کړم
نور غوږ نه نیسم ددی شیخانو شور ته
چې يې پل وي د مجنون په پلونو ايښی
هغه څه پروا لری د وخت پیغور ته

د حالاتو طوفانونو داسی ورک کړم
نه پوهیږم چی منزل می دی کوم لور ته
عشق یو دا سی دنیاگی ته يم کييستی
نه په ښکته باندی پوی یم نه په پورته
ليونتوب په تبسم باندې راغلی
په سندرو باندې سر وي ستا انځور ته
*******************************

غزل
نن مې بيا شپه شوګيره ده تر سهاره

بيا نو کړې انديښنې زړګي ته لاره
نيمه شپه ده هسې نه چې خلک بيدار شي
چغې مه وهه د زړه په سر پرهاره
چې دې نه شم ليدای دا مې خپل عمل دی
کنه هر څه کې ښکاره يې ای نګارۀ
څه رقيب ظالم ناترسې کانې وکړې
څه زه خپلو نا کړدو کړمه بې واره
ته د حسن تجلي راته ښکاره کړه
پښتنه ځواني مې ټوله له تا ځاره
تبسم بيګاه په غريب کې داسې وويل
دوي له مينې نه منکر دي خدای لپاره


















































Sunday, 3 October 2010

ډاکټر ذبیع الله حسن

دغم پلونه
اوښکې مې پریږدئ چې کتار پاتي شي
چې دغم پلونه په دې لار پاتي شي
نظربه ووینځم په تړمو اوښکو
چې تقدس يې درخسار پاتي شي
خیر دی چې سترګې اړوي راځنې
پریږده چې کیف يې د اقرار پاتي شي
کاش چې وږمه داسویلي يې راشي
چې لږ حسرت مې دبهار پاتي شي
له ارمانجن زړه مې که ووتلې
تشه ډیوه به په مزار پاتي شي
ته چې کاسې دسترګو ډکې راوړې
څه به مې واک څه به اختیار پاتي شي
دوی چې دحورو په سر حوري وژني
ددوزخیانو به څه کارپاتي شي
سترګې په سترګو لګوي چکونه
شونډي به څنګه انتظار پاتي شي
نورو ټیکه دجنت واخیستله
حسن به هسې ګنهګار پاتي شي
ډاکتر حسن
دتخیل وزر
زورمې دظالم تاراج ته نه رسي
 وس مې دمظلوم علاج ته نه رسي
زما د تخیل وزر نازک دي لا
ستا چې دښا یست معراج ته نه رسي
سپړم لا دځان د حقیقت غوټې
سوچ مې دطبیعت مزاج ته نه رسي
لوټ کړو زورورو دازل کاروان
برخه ئې چې اوس محتاج ته نه رسي
لوړ دار ته (حسنه) رسیدلی شي
جګ سر دلته تخت وتاج ته نه رسي
 ډاکتر حسن
دحسرت اوښکې
نه غضب کاته کړې نه دې شونډو کې شکرې دي
نه دې هغه نا ز شته نه دې سترګو کې خبرې دي
ښخې مو د ژڼيو په قدم قدم کپرې دي
پيغلي پښتنې مو له ګودر نه مرورې دي
زه به د حسرت اوښکې بڼو کې زنګوم ګرځم
خلکو په سينوکې چې ساتلې اوس ډبرې دي
ستا په ګړنګونو به وطنه الوتلی وم
کښلې په پرديس کې غريبې رانه وزرې دي
نه مې شته ځواني نه مې جذبې اوس زورورې دي
کندې زما ربه د الفت ډيرې ژورې دي
څه ټکه په پيغلو په دې ښار کې پريوتلې ده
نه يې شته لونګ نه يې تر غاړه ملغلرې دي
ځه ورځه ( حسنه ) د لندن له پيغلو څه غواړي
نه يې تور زلفان شته نه يې سترګې بڼورې دي
دالفت میکده
دالفت د میکدې چې څوک میخور وي
لکه تاک په هر یو رګ کې به يې شور وي
په ځلا نده مخ يې ژر دوکه ؤ نه خوري
هسې نه لکه ایئنه بل مخ يې تور وي
فقط اوس زما د سترګو کعبه نه يې
په لحد کې به مې هم مخ ستا په لور وي
ستورو لپې وې رڼا ته يې نیو لې

د زلفانو په ما ښام کې يې شبکور وي
دمنګي په څا څکو لو ند سا لو کې راغله
په لمن لکه دغره لا له زار خور وي
داسمان دشته وړه ورته ښکاریږي
چې حسن د تفکر په نیلي سپور وي
ډاکتر حسن
 دحنا رنګ
تله خوشاته یې کتل داسې ښکاریږي
چې په رمز د محبت باندي پوهیږي
چې دې اوښکې په رخسار راشي حیران یم
چې دا اور په اوبو ولې نه مړکیږي
وږمې زمونږ په تماشو کې مشغولا کړي
د ګلاب ځکه په مخ اوښکې بهیږي
دتا رنګ دحنا والوت له منګولو
زما دلاس دغربت کرښې نه ورانیږي
ستا په لار دتغافل به زړه ته درشم
خلک ټول په کږو لارو غره ته خیږي
محبت ته مې بل جام راوړه فطر ته
دفلک پیا له شوه ډکه ترې تویږي
زه ګردی سمندر ځای کړم په یوه شعرکې
خلک وائي په کوزه کې نه ځایږي
چې خوري کړي په سپین مخ رلفې ، بیا ورشه
غلا په سپینه ورځ (حسنه) کله کیږي
ډاکتر حسن
 دڅڼو زندان
ډوبه مې بیړۍ کړه خو طو فانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
ای درنګ او نورشمعې چې بلې لمبې مړې نه کړې
زما له تورتمونو چیرته لرې پلوشې نه کړې
ستړې دا دسوز او سوځیدلو تماشې نه کړې
موړ مې په لمبو کړه ای میزبانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
نن دې په لیمو کې دځوانۍ ستونه وینمه
رګ رګ کې دې ګلې دمستۍ مو جونه وینمه
زه هم په سینه کې مې دزړه ټو پونه وینمه
چا ئې ژړولی یا قربانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
مونږ ه زنځیرونه دازل ټول شلولي دي
تاته مو سرونه په لاسو نو کې راوړي دي
زړونه مونذ رونه ستا په لاره کې شیندلي دي
وخانده دڅڼو تور زندانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
ته به دهجران دبیابان ګرمې وهلی ئې
ډیر به دې دیدن مرګونې تندې ته نیولی يې
هم به په سرو وینو کې ازغیو لمبولی ئې
ووهه کیږدۍ دلته کاروانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
لا خو مې جانانه په زخمو کې څړیکې پاتي دي
لا خو دجنون مې په منګول کې لیکې پاتي دي
لا خو د(حسن)په شعر کې ډیري کړیکې پاتي دي
ؤه مې خوره ځواني خو دلبر جانه راته وخانده
وریځې زلفې وشینده بارانه راته وخانده
ډاکتر حسن
دکاروان جرس
مینه دې جنون ده تور زلفان دې زنځیرونه دي
شونډې دې شراب دي په لیمو کې دې ستونه دي
ستا اود سپوږمۍ په منځ کې چا ویل ورته والی شته
ستا لکه پیروی مخ ددې په مخ داغونه دي
زمونږه دزلمیانودې اوږې شنې په تو پکو کړې
ستا دما شو مانو په اوږو بار کتا بونه دي
پیغله د ځوانۍ راته ولا ړه ده رخصت غواړي
ماته يې نیولي دمستۍ نه ډک جامونه دي
ستادمخ لمبو ته مې پانو س دزړه راوړی دی
ویړ مې دارمان پکې جا نا نه وزرونه دي
داخو مزلونه دي په دشته د جنون کې تل
کله چا ټاکلي په الفت کې منزلونه دي
وسپړه غو ټۍ دپلوشو دپیغلتوب ګلې
څنډ وهه زلفان دې چې نور ستړي ما ښامونه دي
ستا دزړه (حسنه) په ټټر کې چې ټو پو نه دي
ځي د ژوند کا روان په مخ همدايې جرسونه دي
ډاکتر حسن
دلیمو کوڅې
نن راغلي هغه سترګې میلمنې دي
چې مې بلې په مزار دزړه ډیوې دي
لکه خم وپیچ دتا دتوروڅڼو
داسې لارې دالفت کږې وږې دي
اسویلي دې ساړه خیږي په لرزه ئې
نن دې بیا لکه چې نورې ارادې دي

په کوڅوکې دلیمو مې کتار اوښکې
هر کلي ته دې ولاړې کور بنې دي
له توپان دحوادثو سترګه مکړه
حوصلې دې چې (حسنه) پښتنې دي
ډاکټر حسن
دوخت کاروان
په مړو سترګو راته وګوري میزبان شم
چې میلمه داداګانو دجانان شم
دوحشت سپیره یادونه راپسي دي
که ملګری دوختونو دکاروان شم
په نغري کې دفریاد کړمه له سوخته
خو چې ستا دښکلي مخ بلاګردان شم
دخپل هوډ په زور به ځمه مخ په وړاندې
که په لو مو دازل کې بندیوان شم
زه( حسن) که دبسمل غوندې تپیږم
ستا دمینې افسانې ته به عنوان شم
ډاکټر حسن
ستا نظر
ستا نظر چې نن کتل په کوم انداز کړو

ما انګړ د لېمو فرش ورته په نیاز کړو
په لوندوالي د وزرو اوس خبر شو
چې يې فکر تر مادي پورې پرواز کړو
زمونږ د خواروپه رڼا کې سترګې برېښي
لکه شمع خپل تورتم ته سوز ګدازکړو
کم يې مه ګڼه تر خوان د بادشا هانو
که په ویړ تندي چا وړاندې درته پیاز کړو
عا قبت ته د هستۍ به کله پام کړو
که به يې فکر تل د حال او د اغاز کړو
بډاینه په ثروت سراب لیدل دي
استغنا غني حسن غریب نواز کړو
 ډاکټر حسن
غزل
لا خو تر منزله پورې ډیري فاصلې دي
ووایه زړګیه تاکې څومره حوصلې دي
بیا په پښتنو باندې ابادي هدیرې دي
جنګ ته دپردو چې يې روانې قافلې دي
شته راپکې دم چې ستمګره وارخطانشې
اوس خو مې لا پیغلې دزخمونوولولې دي
ډیروته يې ژبې په ډالروکه پرې کړي دي
شته لاډیري خولې چې پکې پاتي سرې لمبې دي
شینده اوس سپرغۍ سپرغۍلفظونه په شعرونوکې
څړیکې داحساس دې چې(حسنه)میلمنې دي
 ډاکټر حسن
مختورې اوښکې
په عشق مې اوښکو لمبې پورې نکړې
ستا دزړه دشتې يې سمسورې نکړې
راته سرتورې ئې کړې پیغلې هیلې
سترګې مې بیا دچا په لورې نکړې
بیا مې لیږلي نازنین حسن ته
اوښکې مې خدایه چې مختورې نکړې
لکه پیالې به ئې ډکوم له ښکلا
سترګې مې زلفو که شبکورې نکړې
د اروا ګانو ملګر تیا وي مینه
چې مې جذبې بیلتون کمزورې نکړې
اوښکو دې وشیندل په سرواننګو
سترګې چې بیا په کجل تورې نکړې
حسنه څه غواړې له سرو سترګو نه
چې دتا سترګې ئې میخورې نکړې
ډاکټر حسن
هم له شوره
هم له شور هم له سکوت څخه بیزار یم
لکه بحر په قرار کې بې قرار یم
تر نقاب ئې دجمال جلوې راوزي
دا چې زه په نا لیدلي مخ نثار یم
لکه مات ګل چې پخپل ډنډر رازانګي
هسې ځوړند مې دخپل غیرت په دار یم
سا مې لنډه شوه په دشته دهجران کې
چې قانع ئې په سراب اوس د دیدار یم
سر مې خلاص دخپل وجود په حقیقت شو
چې سیلاب دحسرتونو ته حصار یم
لکه تل دسیند بې شوره په کراره
ځم په وړاندې دڅپو دسمت مهار یم
دهستۍ هر یو انځور په ماکې هست دی
هم بیا تل په دې هنداره پروت غبا ر یم
زه (حسن) دنفرتونو له سیلۍ نه
په جونګړه د الفت کې رایسار یم
ډاکټر حسن 


 
















































درویش دراني

غزل
جانانه! نور څه ما لره اوس کم راځي په مخه
چي هري خوا ته مخه کړم ستا غم راځي په مخه
چي تا ته در روان يم يو عالم راسره درومي
له تا چي را روان سم يو عالم راځي په مخه
دا څوک په ډېر افسوس وايي: دنيا څونه کږه سوه
په زر کسه کښي ما لره يو سم راځي په مخه
يو څوک مي پر ورغوي باندي بله ډېوه کښیږدي
د ميني په مزل کښي چي تور تم راځي په مخه
موږ غواړو چي هغو ته هم په ګوتو ور کړو توره
دروېشه! خاوندان چي د قلم راځي په مخه
درویش درانې
غزل
چي نه بيا توره پورته سي نه سر په وينو رنګ سي
باداره دغه جنګ دي د وطن آخري جنګ سي
که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه سي، او دا بوټي به لونګ سي
تر څو به دوى په کلي کلي ګرځي دا به وايي
چي دا مینه دي ورانه سي او هغه کور دي رنګ سي
زموږ ځلمي چي جنګ ته هڅوي نو ور ته وايي
چي هسي که مو کښیښودې نو توري به مو زنګ سي
که ګورې له لستوڼيه به يې سور خنجر راووزي
دروېشه! چي روان درسره څوک دلته پر څنګ سي
درویش دراني
غزل
رقیب ترشـــــــا ؤ نن او یار لــــــــــه مـــخه
داځـــــل تر شپــــه راغی سهـــار له مخه
غــم به تر مــــــــا ډیر په اســــــــانه راشي
هغــــــــه لیــــــــدلي ده دا لار لــــــــه مــخه
سر ورکــــــــول کــــه وي لازم پر ټــــــولو
زه تیرول غـــــــــــواړم خپل وار له مــخه
هغـــــــــه زړه نه ماتـــــــــوي،سر ماتـوي
وي تر خبره یې ګزار لـــــــــــــــــه مــــــــخه
دا سپیره ښـاخ چرته زرغون نه شي بیا
دروېش به باسئ دبهـــــــــــــــــارله مــخه
درویش دراني
غزل
له ما ګوښه دي له ما ډېر لري ودان دي خلك
زه توري خاوري يم او ستوري د اسمان دي خلك
زه وم يو زخم، ځكه مالګي دوړولې هر چا
زه يم يو ګل، ځكه ملګري د خزان دي خلك
د چا تر سر تېر شه اشنا چي دروازه جوړه شي
لكه دېوال ولاړ زما او ستا تر ميان دي خلك
زړونه يې وګوره چي تور نه وي د كفر په شان
مخ ته يې مه ګوره چي سپين لكه ايمان دي خلك
تر څو چي وږي وي دروېشه نو دوستي يې ښه ده
پر خزانه باندي چي كښيني تور ماران دي خلك
درویش دراني
غزل
لكه مرهم چي څنګه څړيكي له پرهاره باسي
داسي به دوى هم ظالمان له خپله ښاره باسي
ستا روڼ تندى او ستا روښانه اننګي يې بس دي
له خپله كوره ستا مين هره هينداره باسي
د جانان سترګي برابرې شوې زما پر سترګو
په داسي حال كي خو له زړه سره زړه لاره باسي
تور زړي بخت ته دي نو خداى دومره وس نه وركوي
چي ما به ستا د سپينو لېچو له حصاره باسي
اوس خو دروېش د نورو خلكو سره زخمونه ګنډي
د خپل زړه غشى به بيا چرته پر قراره باسي
درویش دراني
غزل
منزل لرې لاره ورانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
څه دې خوښه ده ارمانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
نه مې ته شې هيرولی، نه زما له خياله وزې
ځه پخلا به شو جانانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
ځغلوي که مې هر څومره ته به هم راسره ګرځې
قدم ونيسه آسمانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
د وفا په ورانو لارو بيا سفر غواړې زړګيه؟
دا خبره به شي ګرانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
درويش وايي ښه به دا وي چې په ساري سره پريږدو
ای د سرو لمبو طوفانه، زه هم ستړی ته هم ستړی
درویش دراني
غزل
نه د ښكلا دعوه كوم نه تر هينداره ښه يم
زه لکه كاڼى د رقيب د سر د پاره ښه يم
كه يې سرې شونډي د يار كله هم ښكل كړي نه وي
تر دغو خلكو خو نو زه بيا په زر واره ښه يم
ستا پر طرف د يبلو پښو مزل دى خوږ تر وصل
زه ستا پر لور باندې تمام عمر پر لاره ښه يم
لكه په كلي كي چي ټول عمر بې كوره وم زه
په هديره كي هم دغسي بې مزاره ښه يم
ګوندي سپوږمۍ په څه چل ټك وهمه ستا پر لمن
ما دروېش پرېږده، زه نن ټوله شپه بيداره ښه يم
درویش دراني
غزل
نه رسیدلی يې تر ځانه، نه تر خدايه پورې
پر يوه لار باندې هم لا نه ړې تر پايه پورې
په خپل څراغ د بل څراغ وربلوو او داسې
له يوه سرايه رڼا وړو تر بله سرايه پورې
وطنه ستا دښمن چې چرته هم ځان ورسوي
زه به زخمونه پسې وړم تر هغه ځايه پورې
پر لاره باندې به پل نه پرېږدې چې ځې ديدن ته
د باد په رنګ به رسوې ځان تر اشنايه پورې
تنها دروېش خپل ح اجت وغوښت له قادره خدايه
نور خلک ټول لاړل د کلي تر بډايه پورې
درویش دراني
غزل
هغوى د مځكي پر مخ باندي هديره نه لري
له دې جهانه د وتلو دروازه نه لري
كه يې له مخه يو طرف ته شوې نه هیر به دي كړي
زما جانان كله هنداره حافظه نه لري
ته په لستوڼي كي خپل لاس له خلكو لري ساته
ما اورېدلي دي چي دغه مار هوده نه لري
ما ته دنيا د غم يو داسي سمندر ښكاريږي
چي ګردابونه پكي ډېر دي، كناره نه لري
دروېشه تا يو داسي كلي ته پناه راوړله
چي خان يې توره او جمات يې مناره نه لري
درویش دراني
غزل
هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شي
بس له لرې ورته وګوري روان شي
دا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شي
زړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړ
چې رقيب شړې نو هم زما ارمان شي
په وړه خوله چې كوې لويه خبره
دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شي
د دروېش خاورې وجود به هم سره زر شي
كه دې شونډو ته نږدې لكه پیزوان شي
غزل
يار ځکه د شونډو د شکرو ماته ست کوي
مال چي ورکوي د خداي په لار کي برکت کوي
کاڼي ته چي لاس کړم نو دپاسه دا اواز راسي
څله يې دخداي له ذکره باسې عبادت کوي
زړه که ورسپارې نو بېرته روغ په ګوتو نه درځي
ښکلي هميشه په امانت کي خيانت کوي
چا توره اخستې ده په دې دنيا خپل حق غواړي
څوک ودې ته ناست دي چي حساب به په قيامت کوي
زه د شک په سترګه د لستوڼي مار ته وګورم
دوى وايي دروېش خو د دوستانو هم نفرت کوي
درویش دراني






































































Saturday, 2 October 2010

عبذالباري جهاني


غزل
هغه ګرېوان چې د ازلــه د ګنډلو نه و
جنون يې هم د زولنــــــو د ټينګیدلو نه و
د ارمانونو په ساحل مې بیړۍ ډوبه شوله
بيده قسمته دا ګــــــودر د غـــرقیدلو نه و
چې بې خبره دې رخصت شوم له حضوره څخه
د عــــــزرايل خاموش پيغام د اورېدلو نه و
د دار پر سر کـــه مې نارې د انالحق وهلې
شيخــه معذوز يم هغه سُر ستا د ويلو نه و
يوازې ما د خپل جـــــانان قولونه واخيستله
دا کـــــوه طــــور د فــــــرعونانو د ليدلو نه و
زه په لمبــــو کې سوځیدم جلوه مې وليدله
هغـــــه مقــــام د هــــــر خامبازه د ورتللو نه و
چې "جهاني" يې د پیړيو په وعده اوبيږي
خـــواره زاهــــده هغه جام ستا د چښلو نه و
عبدالباري جهاني
په وير كي د بیلتون چي په غوغا راسره نه سې

منصوره چي شريك مي په ليلا راسره نه سې
ما پرېږده چي مي اوښكي د تقدير پر لمن څاڅي
تر سترګو دي وارى سم په ژړا راسره نه سې
جانانه زما جنون ته ازل هسي لېونى دى
ملګرى په سفر كي د صحر راسره نه سې ا
له سترګو يې بیرېږم هسي نه نظر مو نه كي
په مخ كي د رقيب چي په خندا راسره نه سې
جنونه كه په غاړه كي ګرېوان درته په كار دى
زما شپې د لیونتوب دي چي تنها راسره نه سې
زخمونه پښتانه دي مالګي لپي لپي راوړه
قسمته مروره چي پخلا راسره نه سې
د سترګو اشارو ته د رقيب سترګي څلور دي
ما ستا په تهمت وژني ته رسوا راسره نه سې
نصيب رنځوري شپې د جهاني په نامه كښلي
طبيبه ته بدنامه په دوا راسره نه سې

عبدالباري جهاني
دخیام غږ مې تر غوږ شو رسوم ځان میکدې ته

عبادت مې قضأ کړی دی ورځم نوې سجدې ته
لا یو څاڅکی به په خم کې ورپرې نه ږدم ساقي جان ته
څو له ځانه شم بېخوده والوزم اووم اسمان ته
ښه ډېر کاڼي به لمن کې خېژوم راسره پورته
ووروم به دغه کاڼي دمکار زاهد ولور ته
دهمدې بدمرغ په قبر به نن داسې غوبل جوړ کړم
دکلو کلو ډک شوی زړه به ښه ورباندې سوړ کړم
بدمستانو ته به وایم دا شېخان نه شیطانان دي
دا یې موږ ته دي ټاکلي دلستوڼي برګ ماران دي
دا خو دوی لکه کونګان وو زموږ جوړ کلی یې وران کړ
پسرلي یې راشهید کړ ل هر ګل بوټی یې خزان کړ
چې معلم اوطبیب ویني غوڅوي ځینې سرونه
نه مو لاس کې قلم غواړي نه مو څنګ کې کتابونه
دا دجهل قاصدان دي دپېرنګ تورې لښکرې
ځکه ګرزي موکوڅو کې وړې خویندې سر ببرې
درباب نغمه خاموشه لر او بر تندر وهلی
زموږ کلي ته یې زوړ مفتي وراني ته رالېږلی
د ریا تسبیح په لاس څومره په مکر مکر ژاړي
که لرې او که یې نه لرې لسمه درنه غواړي
نور یې ټول پرې تار او مار کړل دوی لا غوړه خېټه کرزي
نه یې لاس مات نه یې پښې نه په دا روو داړو پرزي
ورځ تر بلې دقدرت پوړو ته خېژي نازولي
زموږ نه دي دا اغیار دي را شنه کړي او روزلي
اوس به بېرته له اسمانه شم راستون دځمکې سر ته
دمینا غاړه به تاو کړم څه به تویه کړم ساغر ته
بیا به زېری په رندانو وکړم ټول به راخبر کړم
دا ماښام به د جامونو په کړنګا کړنګا سحر کړم
ولې نه ولې یې نه څښم نن خیام بیا خوځېدلی
بیا یې اور له سینې ایستی بیا یې نوی شعر لیکلی
مودې وشوې غږ یې نه و پسې ډېر وم فرېشانه
شکر خدایه چې لا خوځي شوې مې سترګې پرې روشانه
خدایه غم یې مه راوینه رنځ یې کوچ په غرو رغو کړه
دصحت جامې ورواغونده فارغ یې له دردو کړه
محفلونه مو تیاره دي بې څراغه شپه سبا شي
پیر مو را ولې خالقه چې تیارې رڼا رڼا شي
جهاني در یادوم چې هم پانوس او هم څراغ دی
هم بورا دی هم بلبل دی زېب زینت زموږ دباغ دی


دزمان څپوله خپلې سیمې وېوړ بلې خوا ته
طوفانونو تسلیم نه کړ لا خواري کړي پښتونخوا ته
تل مدام یې په دا خپل مظلوم ولس زړګی خوږيږي
وايي اورئ غږ مې اورئ پښتنو بېړۍ ډوبیږي
خوغافل قام مو دبل په لمسون وژني وروڼه خویندې
کوڅې ډکې له یتیمو نه یې پلار شته نه یې میندې
له خپل لاسه په خپل کور کې لاس تر زنې لاس تړلي
په عزت یې لوبې کیږي لا پراته دي لکه مړي
دلېوه په غار کې اوسې جهاني صیب ګوزاره کړه
شمله ور چې را تنظیم کړو بیا یې هله ننداره کړه


خدای دې تا راته لا هسک لري په موږ ګرانه امامه
چې پیاله او مستي ورنه کړې له لاسه ستر خیامه
دا که نن وي که سبااو که یو څو ورځې لا بیا وي
دغه ملک به له اټکه تر امو زما اوستا وي
نا بللي به ورکیږي را به شي نوي وختونه

تل به نه وي داحمد په خونه داسې تالانونه
له څلوېښتو زیاتې سپۍ دي نن زموږ کلي کې لنګې
هم انګړهم موبامونه هم کوڅې ورباندې تنګې
دا به وشړو له خیره نه بې پل وي او نه ټاپي
موږ یې نه غواړو اختیار یې خپل په هر ملک کې چې غاپي
دایوب او داکبر روح به په قبر کې هوسا کړو

له ستم څخه چې خلاصه زموږ ښکلې پښتونخوا کړو
جهاني بیا به یې څښو بیا به هی هی وي اتڼونه
نن بسمل سوګند اخیستی تش به نه کړي دا جامونه