Sunday, 12 December 2010

ریاض تنسیم Reyaz Tanseem

غزل
دابه منـــې چـې دروغ هــــم څـــه پــه کـمال وايو
چاکري هم کـــړواوشعـــرونه دخـــوشحــال وايو
داسې خامــوشه سوزېــــده هم مـــزه خپــــله لري
کــوم کــوم سړي ته به د مـــاتوزړګــــوحال وايو
ښه مطمــئن يـــو،چې په خپله ګناه ښـــــه خـبريو
نه دېــوال َورګڼـــــو اونــه ورتــــه دېــــوال وايو
لارې ګـــواه درنتهنـــــبورنه ترﻻهـــــوره پورې
خپلې ســـندرې دزنځــــيرپۀ سُــــر اؤ تــال وايو
خو شــــاباسى راله دعشــــق د مـــزدورۍ راکوه
مونږ ځــــان ته کلــــه بې بها اؤبې مثــــال وايو
دهغه حُسن په غــرورکښې هيــــڅ کمى نه راځي
مونـږکه هرڅـــومره داســـــتانونه دزوال وايـــو
خله مودې ماته شى،که هغه ورځ په مونږه راغله
چې دتيـــارو ســــپر ســــاﻻر ته به مشــــال وايو
«تسنيمه»! بڼ دشـــاعرۍ شــــولوله شـوره خالي
اوس په دې دورکې به چــاته خـــوش مقــال وايو

***************************


خوشـــالي ده څــــومــــره کمـه
دنیـــــــــا ډکـــــــه لـه المـــــــه
ای زمـــا دســــــترګـــــو نمـــه
خود سوزي کـــړي لکـه شمــع
تــږې راغلــــــم له زمـــــزمــه
سرې سکروټې مې سینــــه کې
بیـــا لــه غیرو د خـــــیر طمع؟
چې دې خپــــل ناشــوني کاندي
آفــــــرین شـــــه خـپــله دمــــه
تــردې دمــــه راســــــــــره یې
خلـق خــــوب کـــوي بې غــمه
خـــوب خــو ستا او زما نشـــته
په پـــردو کې لــــه عــــالمـــــه
بې پردې مو عمـــــر تېر کړه
کوم ځــــای پاتې له مـــــاتمـــه
تـور څـــــادر دی چې رپیــږي
طمــــع او لــــه دې عــــالمــه؟
خـــــــو رایــاده کـــــربلا کــړه
هۍ تــــــوبه یې لـه کــــــرمـــه
هـۍ تـــــوبه یې د نیــــــکۍ نـه
لـــه عــــــــربه تــر عجـــــــمه
یو ښـــامار دی وینـــــه وڅښي
تیــــــاره زیــــاته وي نه کـمــه
شپه په هرصورت کې شپه وي
پیــچ درپیــــچ،خــمه درخمــــه
لارې ســـــتا د زلـــفــــو لارې
د عشـــــــق لار ده محــــترمــه
بس دا یــــــو حقــــیقت پـــاتــې
د «تســنـــیم» د لاس قــلمــــــه
د خـــــوشحــال برکت غـــواړه




***************************
بيا د زړه يـو آرزو وږمـــه ، وږمـه ده
لکه پیــغله د ځــوانۍ په خـوب وده ده
ترخه ځکه ده چې عمـــريې ډېرکم دى
خوږه ځکه ده چې ستا دخولې وعده ده
حال مو يوبل ته د کـوم قيامت ونه وې
زه يم او يــــوه خـــامـــوشه دريچــه ده
د انسـان د زړه ســـکون پکې عنقا دى
درمسال دى، که ګرجــاده ،که کعبه ده
انسـانان پکې د ګوتو په شمــېر اوسي
تش په نوم خــو ډېره لويــــه ښاريه ده
خوداکلى سم دمرګ په خـوب ويده دى
ګنې مـــونــږ وهلــې هـــره دروازه ده
حادثـو «تسنيمه» ! څه لوبې ونه کړې
خـوپه خولې موهم هغه دژوند نغمـه ده


***************************
د زنځــــير کړۍ ، کړۍ مې هـــر ارمــــان شو
لويه خـــــدايه ! دا خپــــل کور راته زنـدان شو
يو د خـــــاورو کنــــډولى ذرې ، ذرې پـــروت
دابې صــــبره زړۀ پــه مـا بانـــدې تــــاوان شو
نه چا ګوتې پرې کړې،نه يې څوک تپوس کړي
ستا يــــوسف څــــومره په مصر کې ارزان شو
يو کنـــډر يې لــــوى ثبـــــوت د بـــربــادۍ دى
دوبـــاره که داښــــار هـــر څـــــومره ودان شو
لمـرهم ځــــان د تورې شپې کفـــن کې ونغښت
يو ناکامــــه ســـــړى هـــم کــــور ته روان شو
عشـــق د وصل مرحــــلو کې يو ګـــران کار و
چې د هجـــــر مرحــله راغـــــله اســـــان شــو
خلک وايي چې په ګل هـــــم ته ويشـــــتل کړې
يوزمــونـږ په زړه کې خـــــاورې دا ارمان شو
يوې پېغــلې په زيــارت شــــکرانه کېښـــــوه
يـــــو لالــــى د لـــرې ملک نـه راروان شـــــو
يو زرګـــر ورته نيـــم ، نيـــم نۀ پـــاتې کېږي
يو بــدن د ســـــــرو او سپيـــنو زرو کان شـــو
خلکه ! کـــډې ګرځــــــول زمــــا نه زده کـړئ
چې مې زوړ پاس په اوږو د کـور اســـمان شو
چې د ســـترګو کچــــکولونه يې نســـکور کړل
يو ملنــــګ په ملنــګۍ کــې شـــــاه جهـــان شو
يو رحمـــان ، په ســړه بڼ کې ګل پــاشي کــړه
يو «تسنيم» ، په کــــراچۍ کې غـزل خوان شو

***************************

Saturday, 30 October 2010

تواب ترابي Tawab Turabi


غزل
نشته پروا کۀ فاصله کښې اوسي
لکۀ دَ وينې مې پۀ زړۀ کښې اوسي
ماته مه وايئ چې پۀ غرونو سر شوے
څۀ اوکړم يار زما پۀ غره کښې اوسي
دَ ژوند مزې دې زما نشي نصيب
خو بس اشنا دې پۀ مزه کښې اوسي
هيڅ دَ مغرب هوا ئې چیړلے نۀ شي
چې پښتنه وي پۀ پرده کښې اوسي
ستا پۀ شان مينه مې پۀ چا ماتیږي
راسره ډېر خلق دېره کښې اوسي
يقين مې نشته چې بۀ خپل ئې کړمه
زما اشنا چې پۀ بنګله کښې اوسي
تواب ئې وشتے دے پۀ کاڼو مدام
څومره ښه خلق ستا کوڅه کښې اوسي
________________



غزل
نۀ ښکاري انسان ورته انسان خیر دی
 بيا هم نۀ پرېږدم در دَ جانان خیر دی
تا خفګان له کله ورکولی شم
قتل بۀ اوکړم دَ خپل آرمان خیر دی
ماته دَ مجنون ، فرهاد قصې مه کړئ
 څومره کۀ راورسي تاوان خیر دی
ووم آباد برباد کړم اعتماد مدام
هر څنګ کۀ وي تیر بۀ شي دوران خیر دی
قدر ئې زما زړۀ کښې کمیږي نۀ
اوسم کۀ بهر دَ پاکستان خیر دی
نۀ شی نااميد توابه سختو ته
رابه شي بهار کۀ دے خزان خیر دی


________________


بې ضميره
اور ئې کړلو بل په وطن
خوا ئې پرې يخيږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ
دا خلق پوهيږي نۀ
دا دَ خوشحالو وطن
دا وو دَ خوږو وطن
دا دَ ننګيالو وطن
ځان به پرې تالا کړي دا وطن بيا آباديږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
څوک شو يتيمان پکښې
ډېر شو معزوران پکښې
سوال کوي خواران پکښې
ډېر پکښې پوره شو بيائې هم خيټه ډکيږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
خرڅ ئې خپل ايمان کړلو
ښۀ پوره ئې ځان کړلو
خپل وطن ئې وران کړلو
قهر پرې نازل کړی خدايه ! ستا نه چې ويريږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
بوي نشته ګلونو کښې
خزان راغی باغونو کښې
وخت تیر شو جنګونو کښې
وخت دی ډېر په منډه دا خو هیچاته ودريږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، داخلق پوهيږي نۀ
هر ځائ کښې بمونه دي
وران دَ زړۀ کورونه دي
تل دَ غم ويرونه دي
شمعَ دَ ژوند ځکه په بارودو کښې بليږي نۀ
دا خلق شرميږنۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
خوږ وطن جنت چرته
نشته دی راحت چرته
ورک چې شو غیرت چرته
ته چې بې ضميره شوې اغيار بۀ خوشحاليږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
هر چاته محتاج شولو
مرض ئې لاعلاج شولو
بوج په دې سماج شولو
داسې حال کښې څنګه بۀ هر کَس لیونی کيږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږ ي نۀ
ژوند ئې دَ ګولو سره
بلد شو دَ تيارو سره
لوبې کړي خطرو سره
هر څوک ورپسې دي خو دا خلق سمباليږ ي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
هر ځائ خزانې بۀ وي
رنګ رنګ پروانې بۀ وي
دَ مينې ترانې بۀ وي
خرڅ چې شي باغوان نو هاغه باغ بۀ تالا کيږي نۀ ؟
دا خلق شرميږ ي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
چا عزت نيلام کړلو
ځان ئې ښۀ بدنام کړلو
بنده ئې دَ بل غلام کړلو
ډېر تواب خفه دی په دې خلقو نسکوريږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
________________















Thursday, 28 October 2010

اټک یوسفزی Atak Yusofzai

جادوګرې
څه جادو دې په ما کړی جادوګرې
چې په زړه مې ستا د عشق ګرځي لښکرې
نه پوهیږمه چې سترګو کې دې څه دي
ستا په مخ کې ما نه هیرې شي خبرې
د اسمان نه هم اوس پورته پورته خیژي
زما خيال دومره پيدا کړلې وزرې
ته خوندونه د ليلا له شونډو اخله
ما ته شونډې د پښتو ژبې شکرې
د اټک د فکر کان ته حيرانیږم
چې درګرده ترې راوځي مرغلرې


************************
غزل
ښخ دې په ځيګر د چا باڼه ښکاري
سترګو کې دې بيا وينه د زړه ښکاري
کله چې نښتر پیغله راوړي کور ته
کلي کې هوسۍ غوندې د غره ښکاري
څنګه مې د خون ، نه منکرېږې ته
سره خو دې له ورا لا سپينه خوله ښکاري
ستا د مخ شغلو شپه ورکه کړې ده
ستوري په اسمان کې ځکه نه ښکاري
راکاږه زخمونو نه مې ښه وينه
څاڅکي دې په شونډو باندې ښه ښکاري
تا ته خو اټک جانانه ، نه ښکاري
ما ته خو يې خاوره هم رانجه ښکاري


************************







Wednesday, 27 October 2010

خالد ریحان Khalid Raihan

ما په هر ځاي کې
ما په هر ځاي کې چې دی مړی د هابيل ليدلی
ورسره پل مې شا او خوا کې د قابيل ليدلی
کوم ابرهه چې مې کعبې ته کله سپک کتلي
پسې رالوتی مې يو سيل د ابابيل ليدلی
د وخت نمرود ورته که هر څومره لمبې تازه کړي
خو زمانې په سرو ګلونو کې خليل ليدلی
چې هر ماښام يې اوښکې ښوري د ليمو په سوکو
ما د يتيم ويرجنو سترګو کې قنديل ليدلی
نورې د سرو ډوليو باج څپو ته نه ورسپارو
له غورزنګونو مو لويدلی رود نيل ليدلی


**************************

Monday, 25 October 2010

منان الکوزی Manan Alkozai

غزل
مه وژنۍ دا ښکلي امیدونه دي
دغه تنکۍ هیلی سره لا لونه دي
ولې بی سببه رژوئ ګلان
دادملغلرو امیلونه دي
تندر دې په سر دظالمانو وی
سوځي په اورو کی چنارونه دي
بیا می غزلیز لا لئ راوړي نفاق
اوس می پا ڼي پآڼي زخمي زړونه دي
بیا ای بادامی سترګي شفق شفق
نغمي دوحدت بل څراغونه دي
کله به دسولې غوټۍ ګل په ګل
مړاوي می دلارې مشعلونه دي
اوری می پر زړه لکه شبنم لا لئ
وران می دتنکۍ زنې خالونه دي


*********************
غزل
رانه ورک دځونيمرګو خوږ وطن دی
په سرووينو کی می رنګ داروح تن دی
سترګی سری وينی تری څاڅی لويه خدايه
دادزړه په رنځ اخته می خپل مسکن دی
نازه ولی می دزړه وينی خوراک سوی
نن دمرګ په پوله پروت داغيرتمن دی
پشتنو له دتومت په غشووه ويشت
نن بی څوک رادل اسا کړی ډير غمجن دی
سترګی وه خوری ای بی ننګو حال يې واخلی
لت پت پروت ای پشتنو په زکندن دی
څوک به خپل په غيږ کی واخلی قدردان نن
په چيغارو می دپلار نيکه ګلشن دی
ډيروخرس کی په پرديو نامردانو
له سوځيږی په اورو کی می چمن دی
راسی ټول نن خدمت ګار دنازنين سو
زړه په وينو به يې ساتو خپل مهن دی
چاخيرات کی رابخشلی نه دی وروڼو
داميراث می داحمد ميروائس کفن دی
ته شمله دپشتنو دزړګی سره
دسرکشوپشتنو خويوګفتن دی
ځان ځانی توره بلا ده رابيدارسی
علم پوهی ډيوی بلی ډيرويرجن دی
دوحدت سندری مستی کړی يارانو
دازخمی زخمی جانان په زړه خوژمن دی
دغفلت خوبونه پريږدی وخت دننګ دی
داشهيدشهيد وطن می خپل مامن دی
جهان څه که تاسو څه که ای بدبختو
بيانه سيالو راته جوړکړی پل ټن دی
چی هرڅوچيغی بغاری الکوزی کړم
باک پری نه که پشتانه ډير ګيله من دی

*************************
غزل
څه وه کم پشتون يم چی غرور دليونو لرم
زه خوغلام نه يم زه تاريخ دولولولرم
دلته ډيرراغلی چی په تاخته بيرته تللی دی
سخت لکه فولاد سنګرسنګر دميړنولرم
پاڅئ بلبلانو دازادی ليلاپه سروسترګو
مستی کی نغمی ځوانانو شور دزولنولرم
بيامی دشيرينی په نامه ترټی دوخت مغل
مړاوی می ډيوی دی چی نن فکردزمرولرم
لاس ترځنی ناست يو تل خووياړودپلاروپه نوم
راسی لاس په کار سی خوژ وطن دپشتنولرم
تل دفرشتو په خوله نن ولی دزار غړپ سولی
سورګودرپه وينو مات بنګړی دشاپيرولرم
زموږ ميوندی پلونه تورو خارولاندی کړی دی
راسی بيايې مستی کړوټپی داتڼو لرم
ای خړپړپشتونه اوس بی قدره دنړی په مخ
پريږدی توفيرونه پرهرونه په سينولرم
بيايې دشهيد وينی پلورلی دی په نه بعيه
اوس خوسرببری ليونی دسروغرمولرم
اوس می دجانان جانان سندری سوی زخمی زخمی
ويش سی سرببرو اوس لا وخت ديوڅوشپولرم
تل وی په ګفتار ستا په نامه يې دنن خوله ماته
خود به سرپه دار يو چی لاڅ پوڅی دپردولرم
زموږ سالار له غوړی کړی نن څوڼی وپردی ډول ته
اوس خوسره لاله خزان وهلی په سلګو لرم
ای الکوزيه طلای جانان لمبه لمبه
نه می علم پوهه سوی ساندی دبچولرم

*****************************




Sunday, 24 October 2010

عبدالحلیم همت Abdulhaleem Hemat

غزل
یم مشتري ، درته امضا کـــــــــوومــــــه
زه دې ، دحسن تقـاضـا کـــــــــوومــــــه
ته خــــــــوهم، کـــــله زماخوښـــه کــــوه
زه چې، همیـش داســـتا رضا کوومــــــه
تارانه ستـــــــــــرګو کې زړګي دی وړی
زه مې دمـرګ دعوه په تا کــــــوومــــــه
ته راته ګــــــــــــــــرانه په دې نه ډاریږم
دغـــــــه خبـــــره برالا کــــــــــوومــــــه
تامې ښــــــــــکاره له زړه ارام دی وړی
زه پـه بدل کې درنه غلا کـــــــوومــــــــه
پښـــــــــتانه قدر د ژوند نه کــــــــــــوي
څکه مې هیـــــله دفــــنا کـــــــــوومـــــه
په مامې خپل غــــــــزل بې ډوله لــــګي
خو یاران وايي چې بلا کـــــــــوومــــــه
ته دې سپرلي غوندې تازه یې مـــــــــدام
همت پینځه وخته دوعا کـــــــوومــه


*************************

Saturday, 23 October 2010

خوشحال خان خټک Khoshal Khan Khatek

غزل
د سبا باده ګوزر په چمن بيا کړه
په چمن کې رنګارنګ ګلونه وا کړه
زه دې توان د خرخشو لرم چې کړې يې
که دې زړه زما په مرګ دی دا دا کړه
بې نياز څه خبر له نازه، چې ناز څه دی؟
ستا د سترګو بلا واخلم ناز په ما کړه
زه له خپله بخته چاوته فرياد کړم
چې پرون يې راته مخ و نن يې شا کړه
خوله مې ډکه شوه په شهدو، په شکرو
چې سحر مې ستا د لام و بې ثنا کړه
عاشقي که سراسر واړه بلا ده
ما په ځان د زړه قبوله دا بلا کړه
زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه


**************************
غزل

كــــــــــــه زه نه واى تا به ځـــــــــــــــان لره بلل څوك
په پالنـــــــــــــگ به دې داهسې درختـــــــــل څوك
واړه عشق دى چې يې سر راته گيـــــــــــاه كړ
گڼه ! زه په ځان مين د سر ښنـــــــــــــــــدل څوك
چې پتنگ ته روښنـــــــايي دڅراغ ښكاره شي
نو له څراغــــه نه يې غواړي جاروتــــــل څوك
بدرگــــه كه محبـــــــت راســـــــــــــــــــــره نه واى
يك تنها به په خونخوارو لارو تلـــــــــل څوك
د دې ميـــو پيالـــــــــــې ډېرو دي اخيـــــــستې
ولې ما غوندي به نه وي لايعقـــــــــــــــــــل څوك
د زنخ په چـــــــــــاه دې بند د شونډو مســت وي
روغ هوښيار به په كوهي كې پرېوتــــل څوك
ته په خپله راته ووايــــــــــــــــــي چـــې وايــــــه !
گڼـــــــــــه ! زه د مينــــې راز ښكاره ويـل څوك
ته مې وژنـــــــه د قصاص اندېښنــه مه كړه !
د خپل خون په تور به ونيسم يو بــــل څوك
ښه خو دا چې د چا نوم په كې ياديـــــــــږي
په فاني دنيــــا به نه وي ژوندي تــــل څوك
تا پخپله سپينه خوله خوشحــــــال ته وركړه
گڼـــــــه دى، دا هسې شونډې ښكلــــــول څوك

*****************************
دری شعر

لاله در موسم بهار بود
عيش با روی گلعزار بود
با رخ و زلف او سرو کارم
در شب و روز روزگار بود
آهوی چشم تو چه آهويست
که در آن شير نر شکار بود
رخ تو همچو نو شگفته گليست
عندليبان او هزار بود
قد تو در ميان ديده ما
همچنان سرو جويبار بود
وقت آن خوش که بعد هجرانت
يا ر همچون تو در کنار بود
قصه درد ما چه ميپرسی
حالم از چهره آشکار بود
همچو خوشحال عاشق رخ تو
نيست ممکن که در ديار بود

********************
نو بهار و می معشوقه و جام است اينجا

زهد و پرهيز و درع را چه مقام است اينجا
قصه کوتاه که در مذهب ما ای صوفی
غير می هر چه بودجمله حرام است اينجا
يارب آن مغبچه را هيچ گزندی مرسان
که برويش نگران خاص و عام است اينجا
پيشم از مشک ختا دم مزن ای مشک فروش
که پر از نگهت آن زلف مشام است اينجا
شاه من تند مران رخش که بس مردم شهر
بهر نظاره تو بر درو بام است اينجا
می نوازد می خوش لحن به جادوی نفس
آهوی کوه و بيابان همه آرام است اينجا

*************************
لبت از آب حيوان آب برده

رخت نور از رخ مهتاب برده
ندانم در دوچشم او چه جادوست
که از چشمان عاشق خواب برده
به تاب زلف و پيچ جعد مشکين
صبوری از دل بيتاب برده
گر آن بت را چو محراب است ابرو
منم چون سجده در محراب برده
بعارض دل به چشمان دين بلب روح
سلامت را همه اسباب برده
نه تنها دل ز خوشحال خټک برد
که زهد از دست شيخ و شاب برده


**********************