Saturday 3 October 2009

غزل

نورڅه غم راسره نشته یوستا یاد دی په سینه کې
ستا دهجردرد مې ځي راځي هر وخت دزړه چینه کې
هر سهارماښام ایږدمه ستا دمخ زیارت ته شمع
ما ایستلۍ ستا تصویر دی دخپل زړه په آئینه کې
همدا وچې لامده شوي زرغون پاڼو رنګ راوړی
که د کوم عاشق دزړه وینه ګډ شوی په خینه کې
ستا د ډیر بې وفائې نه زړه کې جوړ شو پرهارونه
خداې دپاره نور لاس مه وهه دې زخم دیرینه کې
ما د زړه په تل جوړ کړی یو د مینې محل تاته
بسم الله که راشه کیده قدم ته یې په زینه کې
راکه طاهري له خدایه د آخرت بری راکه
چه نایاب دولت دی نشته د دنیا په ګنجینه کې




No comments:

Post a Comment