دامینه آسان کار ندی هرڅوک عاشق کیدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
عاشق خو قربانیږي معشوقې د هر اداء ځنې
مني په عشق کې هرستم چې راشي د دنیا ځنې
دا کاریو سربازي دی هرڅوک سر نه تیریدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
مینه په زور نه کیږي عشق زور کله منلې ده
د مینې دا مقام د شاهنشاه سر ټیټه کړې ده
د مینې د زور مخ ته سکندر هم ټینګیدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
دعشق په رنځ اخته هروخت په سره اورکې سوزیږي
خوب نلري تمامه شپه د ځان سره ژړیږي
وصال دعشق دوا ده څوک په بل شۍ جوړیدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
غالب وایې عشق اور دی چې آسانه نه بلیږي
اوکه بل شي په آسانه بیرته دا بیا نه سړیږي
دمینی اورډیرتیزوی هرڅوک مخ ته ودریدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
وطنه ستا د عشق نه غیر کامل کله ایمان دی
ساتو به دې آزاده تل همدا زمونږ پیمان دی
دا ژبه د پښتون دی طاهري دا بدلیدی نشي
پتنګ غوندې هرڅوک په اوردشمعې سوزیدی نشي
No comments:
Post a Comment