Monday 5 October 2009

ټول عمر وفا

داسی به هیڅوک نه وی چې ټول عمروفا کوي



کله کله خپل زړګي هم تا سره جفا کوي


زه آشنا په تیز نظرایشتلی یم د زړه په سر


دا وخت مې د دوا نده خلک دې دعا کوي


جارشمه قربان شمه د خوږ آشنا په دې اداء


خپله زخمي کړی یم او خپله مې دوا کوي


ای کاش چې دې په ژوند آشنا لږقدرساتلی وای


اوس خومې دمرګ په وخت کې هرسړی ژړاکوي


چاته دې خدای نه ښایي یو دارنګ بېروخي دیار


څنګه چې زما سره دا زما خپله آشنا کوي


ډک د دې دنیا لمن دی سراسر ګناه ځنې


هر یو د آدم بچی به دلته یو خطاه کوي


خپله زه نفرت لرم ای طاهري وحشت ګنم


څوک چې دوه یوشوی زړه د یو بل نه جلاکوی





No comments:

Post a Comment