درست متل دی چي ښه وکړه بیا یې واچوه دریاب کې
بد به هله نیکي ګرځي که دې واچوه مرداب کې
زما د سر دښمن راغلی چې نن ماته انصاف راکړي
زه پوهیږم چې به څه کړي؟ فیصله زما په باب کې
نور د صبر حوصلې کنډول مې مات شو اې دلبره
زه تر څوپورې به ګورم دا ستا مخ ته په حجاب کې
ساقي پریده چه ډوبیږم ستا د سترګو په کوثر نن
کوم نشه چه دلته ښکاري هغه نشته په شراب کې
چې اوبو د سره تیر شي طاهري نجات بیا نه وي
غرقه شوی سړی هڅی لاس اوپښې وهي سیلاب کې
ته پخپل رحمت تقصیراو ګناه معاف که لویه خدایه
سخته ورځ راته په مخ دی که مې نیسې په حساب کې
No comments:
Post a Comment