Saturday 24 October 2009

خطرزنګ



بیا فرنګ راغلی دی رښتیا په وطن ننګ دی ؟
یا نفاق راوړی ورور د ورورسره په جنګ دی
بیاپه کوم نفرت نن ټوټه کیږی افغان خاوره ؟
یا د کوم ګاونډ یا د دښمن چال او نیرنګ دی
بیا اباسین ژاړي څنګه سورلمن په وینو
ښکاري کوم چنګیزیا هلاکو یې ناست په څنګ دی
ښکاري بیا چغار د آزادی د بلبلانو
بیاهرخواجګ شوی دخوشحال دتوری شرنګ دی
بیا په کربلا کې نن د حق نا رې جګیږي
یابیا دکوم یزید لښکرراغلی په غورځنګ دی
بیا نن په ګولیو د خیبر زړه سوری کیږي
بیا دکومې میندې زړه په خوله دکوم پلنګ دی
بیا شمع بل شوی قرباني د وینو غواړي
بیا د کوم پتنګ سر په داو د نام او ننګ دی
بیا قربانوي ځوی ابراهیم چې خدای رضا شي ؟
یا د چا د زړه توټه د کوم قصاب په چنګ دی
بیا رښتیا اسلام ته ګواښیږي صلیبیان نن ؟
یا زمونږپه زړونو دکینې او نفرت زنګ دی
سوله دی ایمان چې دخدای هم ډیرخوښیږي
سوله داسلام اصلي نامه اواصلي رنګ دی
جوړدی دسیسه غټه دښمن نه لوې ګړنګ ته
یو شئ پښتنو ورونو همدا دخطر زنګ دی
مونږه جوړه کړی طاهري دادوزخ ځان ته ؟
یا دغه دنیا ټول سراسر داسې بدرنګ دی
شکرالله طاهري


























No comments:

Post a Comment