Monday 5 October 2009

خوشبو دوطن

سا قي راکه پیاله راکه چې غمونو دیوا نه کړم



د زخمي زړګۍ علاج به نورزه ستا په میخانه کړم


زه خوهغه شراب نه څکم چې بیخودمې کړي له خوده


د سروشونډوشربت راکه چې داځان پری مستانه کړم


یوځل بیا ته جلوه وکړه چې لوږی شم ستا د سر نه


ستا د شمعې مخ رڼا وه چې دا زه یې پروانه کړم


تنها یو غم په سر ندی چې تیریږي به په صبر


داسې غم د پاسه غم سره به څنګه ګزاره کړم


که رښتیا را باندې وایې دا ډیرسخت په ما تیریږي


چه رقیب یې څنګ ته ناسته زه دلیرې نظاره کړم


دا د ظلم انتها ده ته یې ګورې لویه خدایه


راته وایه چې بل چا ته دا ګریوان پاره پاره کړم


دې کې شک نشته چې سخت دۍ مهربان په بندګانو


ندامت نه ډ کې سترګې بیا به زه ورته ښکاره کړم


داسې پریده چه به ګرځم( طاهري) زه سرګردانه


د ظالم صیا د د لاسه څنګه جوړ آشیانه کړم









































No comments:

Post a Comment