Saturday 24 October 2009

آخري د زړه سلام

آخري د زړه سلام



پتنګ غوندې مې ښکاري بیلتانه دعشق مقام


آخر دیدن دی واخله آخري د زړه سلام


ما ویل چې د هرچا منت به وړم ستا دپاره


هر غم هرمصیبت به هیروم دعشق په لاره


قبول به کړم په ځان به غلامي دې د غلام


آخر دیدن دی واخله آخري د زړه سلام


ستا تصویرمې ایښی دی د زړه په آئینه کې


دا ستا د یاد ډیوه به بلوم په خپل سینه کې


وبه کړم زیارت دې د مخ هر سهار ماښام


آخر دیدن دی واخله آخري د زړه سلام


خپل خوښي به درکړم تانه وا به خلم غمونه


ښکل به کړمه ستا په زړه چې څومره وي دردونه


آرام به کړمه ستا دپاره ځان باندې حرام


آخر دیدن دی واخله آخري د زړه سلام


داسې به په مینه څوک رسوا وتلی نه وي 
دومره بي آبرو به دې بل چا شړلی نه وي


څومره چه دې زه له دره وویستم بد نام


آخر دیدن دی واخله آخري د زړه سلام


بس که طاهری نوردغم خبرې پریده  


مه جوړه وه نور داد درد غزلې پریده   


مه خوره نورمي ته د سر ماغزه پخپل کلام


آخر دیدن دی واخله آخري د زړه سلام

























No comments:

Post a Comment